پیټرېک شناهن د جنورۍ پر دویمه د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه رسماً کار پیل کړ.
نوموړي د پېنټاګان مشري تر هغې وروسته سمباله کړې چې د دفاع پخواني وزیر جېمز میټېس د ۲۰۱۸ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه استعفا ورکړه.
میټېس ویلي ول چې پر ځېنو موضوعاتو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره همنظره نه دی ځکه دنده پرېږدي.
ټرمپ چې د افغانستان د جګړې په اړه یې پر میټېس نیوکې کړې دي، نه ده روښانه کړې چې شناهن به د دفاع وزیر په توګه ونوموي او که نه بل چا ته به دنده وسپاري.
۶۸ کلن میټېس مخکې ویلي ول چې د فبرورۍ په پای کې به دنده پرېږدي. نوموړي په خپل استعفالیک کې پر ولسمشر انتقاد وکړ. تر دې وروسته ټرمپ پر نوموړي نیوکې وکړې نو میټېس وویل، تر وخت مخکې د دفاع وزارت څوکۍ پرېږدي.