پراګ ـ د بلوچستان ډاکټران هلته د تښتول شوي ډاکټر ابراهیم خلیل د خوشی کولو لپاره لا هم په احتجاج ناست دي. احتجاج د کوټې په سیول روغتون کې دوام لري چې پکې د صوبې د پنځو اتحادیو ډاکټران برخه پکې لري.
ډاکټرانو د خپل مشر ملګري ډاکټر ابراهیم د خوشې کولو لپاره د جنورۍ پر دویمه اېکشن کمېټۍ جوړه کړېده. ډاکټران وایي یوازې د عاجلې درملنې په څانګه کې به د ناروغانو علاج کوي خو پاتې نور د احتجاج له امله نه ګوري. د ډاکټرانو د اېکشن کمېټۍ غړی ډاکټر ظاهرخان مندوخېل د جنوري پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې د دوی غوښتنې ساده دي، تښتول شوی ډاکتر دې راخوشې کړل شي او د صوبې د ډاکټرانو ژوند دې خوندې کړل شي.
یو بل ډاکټر او د کمېټۍ سیکرتر ډاکټر رحیم خان بابر وایي په تېرو دوه میاشتو کې د دریو ډاکټرانو تښتونې او یا د تښتولو هڅو ډاکټران له وېرې سره مخ کړي دي. د نوموړي په وينا د ډاکټر ابراهیم خلیل تر تښتونې وروسته د ډاکټرانو او پروفیسرانو کورنۍ غمجنې دي، ویره خوره ده او هر ډاکټر فکر کوي چې د هغه د تښتولو نوبت هم راتلونکی دی.
په بلوچستان کې مخکې هم ډاکټران تښتول شوي چې بیا ورسوته د پیسو په بدل کې خوشي شوي دي. ډاکټر ظاهر مندوخېل وایي په تېرو ۱۵ کلونو کې په بلوچستان کې ۱۸ ډاکټران وژل شوي او ۳۸ تښتول شوي دي.
همدا راز د دې حالاتو له وجې ۹۴ ډاکټران کراچۍ، پنجاب او یا هم له پاکستانه بهر هېوادونو ته تللي دي. نوموړی زياتوي له تېرو څلورو کلونو کې د ډاکټرانو د تښتولو لړۍ پای ته رسېدلې وه خو اوس بیا پېل شوه.
"په دوه میاشتو کې درې داسې کارونه وشو، یو ډاکتر محمود له چمنه تښتول شوی و، چې بیا وروسته امنیتي ځواکونو راخوشې کړ. دویم پر ډاکټر عبدالباري باندې بريد وشو خو هغه ترې ژوندی ووت. دریمه پېښه کې ډاکټر ابراهیم خلیل وتښتول شو چې تر اوسه ورک دی."
ډاکټر ظاهر خان زیاتوي احتجاجي کېمپ ته یې بېلا بېل سیاستوال او انتظامي مشران ورغلي او د احتجاج ختمولو یې ورته ویلي خو د هغه په وینا د ډاکټرانو په ګډون د ټول ولس امنیت ساتل د حکومت مسولیت دی او چې ترڅو تښتول شوی ډاکټر ابراهیم خلیل خوشي شوی نه وي او په صوبه کې ډاکټرانو ته د امنیت ډاډ نه وي ورکړل شوی، احتجاج ته به دوام ورکوي.
ډاکټر ابراهیم خلېل د ډېسېمبر پر ۱۳مه ماخستن هغه وخت ناڅرګندو وسله والو د کوټې له ماډل ټاونه تښتولی و چې له يو شخصي روغتون څخه کور ته پر لاره و.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سلیم کوسه د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي و چې د ډاکټر ابراهیم خلیل د موندلو هڅې یې روانې کړې دي.