د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس له مشرانو سره یو ځل بیا ویني چې د فېډرالي حکومت د بندېدو پر سر روانه لانجه هواره کړای شي.
نوموړي د جنورۍ پر پېنځمه پر ټوېټر ولیکل چې د کانګریس مشران د مکسیکو او امریکا ترمنځ د دېوال د جوړولو په اړه د ده غوښتنې ته په ځواب ویلو کې ناکامه شول، او د بجټ پر سر د اختلاف په هواري کې ډېر پرمختګ نه دی شوی. د دغه اختلاف له وجې د امریکا ځینې حکومتي ادارې بندې دې.
ولسمشر ټرمپ لیکلي له څو لسیزو وروسته باید بالاخره به د هېواد پر جنوبي پوله د خلکو امریکا ته په ناقانونه توګه د اوښتو ستونزه د تل لپاره حل شي.
هغه امریکا ته د مهاجرو د اوښتو د مخنیوي لپاره له مکسیکو سره په پوله د دېوال جوړولو لپاره له کانګرسه شاوخوا پینځه اربه ډالر غواړي چې هغه یې ورسره نه مني.