د سوات د کبل سیمي ریالست شاعر محمد ګل منصور چې پر پښتونخوا سربېره په افغانستان کې یې هم د شعر مینه وال زیات دي، د هغه د دوه کتابونو «کافر جانان» او «والۍ مه خرڅوه» مخکتنه په جلال اباد کې وشوه چې ګڼو لیکوالو او شاعرانو د هغه په شعري قوت ویناوې او مقالې وارولې.
د مخکتنې دا غونډه د جنورۍ په یوولسمه نېټه شهباز خپروندیه ټولنې د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې جوړه کړې وه چې په لسګونو شاعرانو او د منصور د شعر مینه والو په کې برخه اخيستې وه.
د مخکتنې په دې موقع ګڼو لیکوالو او شاعرانو د محمد ګل منصور په شعرونو ویناوې او مقالې واورولې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس اورنګ صميم هم يو له هغو و چې د منصور په شاعرۍ يې خبرې وکړې. د نوموړي په خبرو کې یو ځای راغلي ول:
(( منصور صاحب داسې یو شاعر دی چې په خپل پنځکار هنر سره يې پښتو ادب ته ډېر خواږه ورکړي دي. هغه داسې شعر پنځولی چې د پښتون کلتور، هغه کلتور چې نړۍ ته يې د تمدن درس ورکړی، په خپله شاعرۍ کې تمثیل کړی دی. ما د ده دا دوه کتابونه، «کافر جانان» او « والۍ مه خرڅوه» داسې لږ لږ وکتل، يوه دنیا په کې پرته ده، يو ه تيوري او درس په کې پروت دی. موږ په دې ویاړو چې د محمد ګل منصور غوندې شاعران لرو.))
شاعر او صحافي عزت الله ځواب هم د محمد ګل منصور په شاعرۍ مقاله واوروله چې په يوه برخه کې يې راغلي ول:
(( د سوات منصور لا په دار شوی نه دی، خو د مینې، هجران او درد څړيکې يې سندره شوي او تر موږ او تاسو رارسېدلي دي. د ده د شاعرۍ شرنګېدلي رديفونه، رواني کیفیات، ژور فکر، اوچت تخیل او موسیقیت سړی د ده د فن درناوي ته مجبوروي، د ده د شاعرۍ یو کمال دا دی چې تصویر وړاندې کوي:
لکه ګوډۍ یې ځان سينګار کړو او روانه شوله
لکه ماشوم غوندې په ځان پسې روان یې کړمه.))
محمد ګل منصور په لومړي ځل افغانستان ته راغلی و، دا چې نوموړی د خپلو مینه والو پر وړاندې څه احساس لري، مشال راډيو ته وايي:
(( افغانستان خو د پښتنو لوی کور دی. خوږ کور دی. کوم خلک چې ځانونه پښتانه ګڼي، د هغوی په سترګو کې خامخا د افغانستان يو تصویر رغړي. بیا چې زموږ په منځ کې کوم نفرتونه خواره شي، اغیار په کې تر يوه حده کامیاب و، خو اوس نه دی. ما چې نن د دې وطن مینه ولیده ما ته داسې ثابته شوه او دا ما له مخکې نه هم احساسوله. زه په دې خوشاله نه یم چې یوازې دوی ما له مینه راکړه، بلکې په دې خوشحاله او مطمین شوم چې دا خاورې او پښتانه څوک نه شي بېلولی.))
د مخکتنې په دې موقع ګڼو شاعرانو په ترنم د محمد ګل منصور شعرونه وویل چې د شفیق الله شفق په غږ کې د هغه د شعر يوه بند ستاسو پر وړاندې ږدو:
(( لنډه کیسه دا د خپل وطن به درته وکړمه
خان بې کوره شوی دی، نوکر بې کوره شوی دی
خدایه امن راولې دلبر بې کوره شوی دی.))
د مخکتنې په دې موقع محمد ګل منصور هم خپل تازه کلامونه په ترنم سره وویل چې د يوه نظم يوه برخه يې څه دا رنګې وه:
(( چې په تورخم باندې راواوښتم ایله دمه شوم
د شمله ورو پښتنو مینه مې ولیدله
ما ته په لاره کاڼو بوټو اوازونه کول
منصوره بس د دې کوڅو مینه مې ولیدله
پرهر پرهر په شمشاد غر باندې راواوړېدمه
هسې د اوښکو سمندر باندې راواوړېدمه
زما په زړه باندې کابل ورېده
مانه تورخم بلا سوالونه کول.))
محمد ګل منصور چې د سوات کبل سيمې سره تعلق لري، لومړنۍ زده کې يې د خپل کلي په ښوونځي کې کړي او د یوه شخصي ښوونځي څخه له لسم ټولګي نه فارغ شوی دی.
په ۱۹۹۷م کال يې شاعري پیل کړې. د تنده او څاڅکې، موږ دواړه لیوني یو، اوس بنګړي چاله واخلم، رومال راولېږه، د غوږونو والۍ مه خرڅوه او کافر جانان په نومونو يې شعري ټولګې خپرې شوي دي.