د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي وژنې ضد مظاهرې او غایبانه جنازې

د فبرورۍ پر درېیمه، د محمد ارمان لوڼي د وژنې خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ او د مدني ټولنو غړو په پاکستان او افغانستان کې مظاهرې وکړې او ځای په ځای د هغه د جنازې غایبانه لمونخونه نه هم ادا شول. خلکود مظاهرو پر مهال لیکلي شعارونه هم پورته کړي ول چې پکې لیکل شوي وو، د پښتنو ځوانانو وژنه دې بنده شي.

خو بل پلو، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو دعوه کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محمد ابراهیم ارمان لوڼی د پولیسو د تشدد له وجې نه، بلکې د زړه حرکت بندېدو له کبله مړ شوی دی.

دا خبره نوموړي د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وکړه.​


انځور سایز

نجیب عامر

نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.

 

XS
SM
MD
LG