د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضلي: د مسکو غونډه د بېن الافغاني مذاکراتو برخه نه ده


د ولسمشر غني مشر سلاکار، ډاکټر فضل محمود فضلي
د ولسمشر غني مشر سلاکار، ډاکټر فضل محمود فضلي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مشر سلاکار، ډاکټر فضل محمود فضلي وايي د روس په پلازمېنې مسکو کې د طالبانو سره غونډه پرېکړه کوونکې ناسته نه ده. د هغه په وېنا له همدې کبله پکې د افغان حکومت پلاوی برخه نه لري.

نوموړي د فرورۍ په څلورمه مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې زياته کړه: ((دې غونډې ته ځينو افرادو د بېن الافغاني مذاکراتو نوم ورکړی چې داسې نه ده. دا سياسي هدفونه لري. دلته هيڅ ډول تصميم نه نيول کېږي. هره خبره چې په دې غونډه کې کېږي نه يې کوربه هېود د اجرا کولو تضمين ورکولی شي او نه هم د غونډې ګډونوال.))

د روسي چارواکو په وېنا د مسکو غونډه د روس مدني ټولنو او ځايي افغانانو په هلو ځلو رابلل شوي. په غونډه کې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی، د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو سيال محمد حنيف اتمر او ځينو نور سیاستوال برخه لري. د طالبانو يو پلاوی هم مسکو ته رسېدلی دی.

په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال چې ددې غونډې له تنظیموونکو څخه يو دی، ازادۍ راډيو ته ويلي چې د غونډې هدف د افغانانو ترمنځ د مکالمې لپاره موقع برابرول دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيوو کې د افغانستان سولې لپاره د امريکې بهرنيوو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد د طالبانو قطر دفتر چارواکو سره يوه اونۍ مسلسلې خبرې وکړي.

د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ واضحه کړې چې نور د افغانستان ۱۸ کلنه جګړه روانه ساتل نه غواړي ځکه چې په وېنا يې هلته يې ډېر لګښت کېږي.

باتدبيره سوله

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مشر سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي وايي رواني جګړې په زرګونو افغانان وژلي او په لکونو يې بې کوره کړې نو دوی یې تر بل هر چا ختمېدو ته ډېر لېواله دي. خو د هغه په وېنا دا په داسې طريقه پکار ده چې د افغانستان کړي پرمختګونه پکې زيان ونه ويني: ((د سولې سخت ترين ملاتړی ولسمشر غني دی. البته ولسمشر هېواد ته د زيان اړونکي جوړجاړي مخالف دی. داسې جوړجاړی چې د افغانستان د بنسټونو ختمول غواړي.))

فضلي د طالبانو د قطر دفتر مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي هغو خبرو ته اشاره کوي چې د نن اسيا په نامه ويب سایټ ته يې تېره اونۍ کړي وي او ويلي يې وو چې که مذاکرات کامياب شي، افغان پوځ به منحل کېږي.

طالبان له افغانستانه د امريکايي پوځيان وتلو لپاره مهالویش، د بنديانو خلاصول او د افغانستان اساسي قانون يا آيين بدلېدل غواړي. بلخوا افغان حکومت دريځ لري چې پر دې مسايلو هله خبرې کېدلی شي چې د دواړو خواوو ترمنځ نېغ په نېغه مذاکرات پېل شي. خو طالبان وايي د جګړې اصلي لوری افغان حکومت نه بلکې امريکا ده ځکه د هغوی سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG