د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ لاریون تر سره شو


په ننګرهار کې د ملي ځواکو په ملاتړ لاریون.
په ننګرهار کې د ملي ځواکو په ملاتړ لاریون.

په جلال اباد کې په لسګونو ولسي وګړو، مدني فعالانو او معذورانو د ماسکو په غونډه کې د طالبانو د استازي شېرمحمد عباس ستانکزي د څرګندونو پر خلاف لاریون وکړ او د خپلو ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ غږونه يې پورته کړل.

د طالبانو استازي د نورو څرګندونو تر څنګ ويلي وو چې افغان ملي امنیتي ځواکونه دې منحل کړی شي.

دغه لاریون کوونکي د چارشنبې په ورځ له سراج العارت بڼ څخه تر پښتونستان واټه لاړل او د بین الافغاني سولې غوښتنې تر څنګ يې د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ شعارونه ورکول.

د افغانستان د معلولینو د سرتاسري شورا مشر مسعود ساپي په دې موقع خبريالانو ته وویل:

(( موږ په افغانستان کې بین الافغاني سوله غواړو. هيچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د منحلېدو خبرې وکړي، ستانکزي چې کومه خبره د ماسکو په غونډه کې کړې، بېرته دې واخلي.))

دیني عالم سراج کوټوال وویل، کومې څرګندونې چې د طالبانو استازي د ماسکو په غونډه کې کړي، دوی ته د منلو نه دي.

(( والله موږ سولې ته تږي يوو. موږ د خپلو امنیتي ځواکونو د معذولېدو خبره په هېڅ شان نه منو. د هر پوځي تر څنګه لس زره افغانان ولاړ دي.))

په دغه لاریون کې ګڼو مېرمنو هم برخه لرله. د مریم په نوم يوې مېرمنې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( پولیس دي، که ملي اردو ده او که امنیتي ځواکونه دي، دا زموږ بچيان دي. دوی دي چې موږ به يوو او افغانستان به وي. هغه خلک چې د ځواکونو د منحلېدو خبرې کوي، هغه د دې ملک دښمنان دي.))

د ملي امنیتي ځواکونو په استازولۍ د جلال اباد ښار د ریزرف قطعې مشر ډکرمن هدایت وویل، ملي امنیتي ځواکونو به د خپل ولس نه په هر حال کې دفاع کوي.

(( دا وعده ورکوو چې تر څو پورې موږ ژوندي يوو، له خپلې خاورې، له ملت او له خپلو سرحداتو نه به په کلکه دفاع کوو.))

د ذکر وړ ده چې د ماسکو په غونډه کې د طالبانو استازي شېرمحمد عباس ستانکزي د نورو څرګندونو تر څنګ دا هم ویلي وو چې افغان ملي امنیتي ځواکونه دې منحل کړی شي.

XS
SM
MD
LG