د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ د خپرونې مېلمنه مو نوميالۍ سندرغاړې شکيله ناز وه.
دا وايي، شاوخوا ۲۸ کاله وروسته يې يو ځل بيا سندرې وويلې او ژر ده چې د پښتو موسيقۍ اورېدونکو ته يې ډالۍ کړي.
شکيله ناز زیاتوي، د خپلو سندرو له لارې پښتنو ته خوشالۍ ورکول غواړي.
د نوموړې دا خبرې، زړې او نوې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.