په شمالي وزیرستان کې د ماین چاودنې د پاکستان درې امنیتي سرتېري ژوبل کړي دي.
امنیتي چارواکي وايي، ځواکونو د فبرورۍ پر۲۳مه سهار په میرعلي کې ګزمه کوله چې له ګولډن ایرو سکول سره نېږدې یې پر ګاډي د سړک غاړې ښخ بم وچاودېد چې پکې درې سرتېري ژوبل شوي دي.
د دوی په وینا، ژوبل شوي سرتېري یې میرامشاه روغتون ته رسولي.
تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه په خپله ولکه کې اخېستې او د لټون عملیات يې پیل کړي دي.
د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.