دا اوونۍ په مشال مرکه کې له ویلیري خان یوسفزۍ سره غږېدلي یو. نوموړې په اسلام اباد کې اوسېږي او د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي.
نوموړې په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو تنظیم (ګروپ ډویلپمنټ پاکستان) مشره ده. دغه راز هغه د هغو ښځو لپاره کار کوي چې پرې د تېزابو حملې شوې وي.
ویلیري له فرانسې سره تعلق تړاو لري خو د تېرو ۲۲ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.
هغه وايي د ژوند مرام یې اوس د دغه هیواد او په تېره د پښتنو ښځو او ماشومانو لپاره کار کول دي. له نوموړې سره ملیحې امیرزاده خبرې کړي دي.