د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا زیاتېدو له کبله د اسیا او اروپا د ونډو بازارونه اغېزمن شوي دي.
کاروباریان، پوهان، رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونه وايي، د فبرورۍ پر ۲۷مه د پاکستان او هند د ونډو بازارونه تر څه بریده تاواني شول او د اسیا او اروپا په بازارونو کې کاروباریانو خپلې پانګې خوندي کاروبارونو ته انتقال کړې.
پوهان وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا زیاتېدل یوازې پر سیمه نه بلکې پر نړیوال کچ اقتصادي ستونزې زېږوي او اندېښنې یې پارولې دي.
دوی دا څرګندونې د فبرورۍ ۲۷مې پر مازیګر تر هغې وروسته مشال راډیو ته وکړې چې سهار مهال پاکستان د کنټرول له کرښې هغې خوا ته د هوايي بمبارۍ او بیا د هند د ځوابي کارروايۍ پر مهال د هغوی د الوتکې ویشتو او پیلوټ نیولو خبر ورکړ.
د فبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر په پلواما سیمه کې په موټر بم ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي پولیس سرتېري ووژل شول.
پاکستان مېشته جیش محمد ډلې د دې حملې ذمه واري ومنله.
تر دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات ترینګلي شول.
نوي دلي ویلي چې د فبرورۍ پر ۲۶مه یې د خیبر پښتونخوا په بالاکوټ کې د دې وسله والې ډلې پر مرکز برید کړی.
خو اسلام اباد وویل، په هندي برید کې هېڅ ځای نه دی په نښه شوی.
د کراچۍ د ونډو بازار پخوانی مشر او اوسنی غړی محمد صدیق دلال وايي، د فبرورۍ ۲۷مې پر سهار د هند و پاکستان د نښتې خبرونو تر خپرېدو وروسته د ونډې بازار ډېر تاواني شو.
دی وايي، د ورځې په اوږدو کې چې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو پر دواړو خواو د زغم غږ وکړ او نوي دلي او اسلام اباد هم خپل دریځ نرم کړ، نو د کراچۍ د ونډو بازار بیا ورغېد:
((بازار بېرته ښه شو. [د کراچۍ د ونډو بازار] ۱۴۰۰ پواینټه تاوان کړی وو خو مازیګر مهال بېرته پر پښو ودرېد او د تاوان پر ځای یې ګټه وکړه. که اوس د جګړې خبره نه کېږي او لکه امریکا او د اسلامي هېوادونو سازمان چې پر دواړو خواو د مذاکراتو ټینګار کړی، نو بازار به بیا ښه شي. خدای دې نه کوي، خو فرض کړه که پېنځه، شپږ ورځې هم جنګ کېږي نو پاکستان به زښت تاواني شي. تاسې ته معلومه ده چې د پاکستان اقتصاد ډېر کمزوری دی نو دودیز یا روایتي جنګ نشي کولای.))
په کراچۍ کې د اقتصادي چارو پوه ډاکتر فرخ سلیم وايي، د هند او پاکستان ترینګلتیا که د جګړې لوري ته ځي نو دواړه هېوادونه به خورا تاواني شي ځکه چې د دواړو اقتصادي حالت ښه نه دی:
((د پاکستان او هند دواړو تجارتي تاوان زیات دی. پاکستان هر کال په سوداګرۍ کې له ۳۰ واخله تر ۳۵ اربه ډالره پورې تاوان کوي [ځکه چې برامدات یې کم او درامدات یې زیات دي.] د هند تجارتي تاوان هر کال له ۱۷۰ څخه تر ۲۰۰ اربه ډالره پورې وي. دواړه هېوادونه غواړي چې هلته بهرنۍ پانګونه وشي چې دا تاوان پوره کړای شي. نو که اوس په سیمه کې جنګي حالت جوړېږي نو دواړه هېوادونه به له لویو مشکلاتو سره مخامخ شي ځکه چې د بهرنۍ سرمایه کارۍ نه کېدو له کبله به خپل تجارتي تاون نشي پوره کولای.))
د هند او پاکستان نښته یا جګړه پر عام ولس څه اغېز لري؟ د دې پوښتنې په ځواب کې فرخ سلیم وايي، جنګي فضا کاروبارونه ځپي او بېکاري زیاتوي:
((پر عام وګړي یا ولس به یې دوه مستقیم اثرات دا وي چې یو خو به په هند او پاکستان دواړو کې ګراني زیاته شي او بل به بېکاري زیاته شي ځکه چې کله کاروبارونه خراب شي او کمپنۍ وړې شي نو د پاکستان او هند ابادۍ چې په څومره تېزۍ زیاتېږي نو دواړو هېوادونو ته په کار دي چې خلکو ته د کار موقعې برابرې کړي. خو که جنګي ماحول جوړېږي نو بیا به کاروبارونه خراب شي او بېروزګاري به زیاته شي.))
پوهان او کاروباریان وايي، د هند او پاکستان ترینګلتیا پر سیمه ییز او نړیوال کچ کاروبارونه خرابوي.
یوه اقتصاد پوه چارلس ارناود د فبرورۍ پر ۲۷مه، رویټرز اژانس ته ویلي چې اوسمهال اسیایي، اروپايي او امریکايي بازار زیات نه دی اغېزمن شوی خو که د دواړو هېوادونو ترمنځ فضا ارامه نشي، نو کاروبارونه لوی تاوانونه کولای شي.