کوټه - د بلوچستان حکومت په صوبه کې د ورښتونو او سېلاوونو له کبله بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د مرکز کوټې په ګډون د بلوچستان په زیاتره برخو کې د بارانونو او واورې له کبله سېلاوونه راغلي چې په بېلا بېلو سیمو کې یې سړکونه او پلونه وړي او کروندو ته یې تاوان اړولی دی.
همداراز، د صوبې په زیاتره برخو کې د برېښنا نظام خراب شوی دی.
چارواکي وايي، د کوټې، کلا سیف الله او زیارت زیاتره سړکونه یې بیا پرانیستي دي. په هغو سیمو کې له درې فوټه څخه زیاته واوره ورېدلې ده.
هلته د صوبې اعلا وزیر جام کمال د مارچ پر دویمه په صوبه کې بیړنی حالت اعلان کړی او د ټولو ضلعو انتظامي مشرانو ته یې امر کړی دی چې د ځپلو خلکو د مرستو لپاره اقدامات وکړي.
نوموړي ویلي دي سېلاونو کلا عبدالله او سېوۍ تر ټولو زیات ځپلي دي.
له څو ورځو راهیسې روانو ورښتونو د خیبر پښتونخوا او قبایلو سیمې هم ځپلې دي او د افغانستان په جنوبي او غربي ولایتونو کې هم سېلاوونه راغلي دي.
د بلوچستان په کلا عبدالله، کلا سیف الله او پښین کې بارانونو کروندې زیانمنې کړې دي او ځېنې کورونه هم ړنګ شوي دي.
هلته د توبه کاکړۍ یوه اوسېدونکي ملک فیض الله مشال راډیو ته ویلي دي چې په توبه کاکړۍ او اڅکزۍ کې لارې لا هم بندې دي.
د بلوچستان زیاتره برخې اوږدمهالې وچکالۍ ځپلې دي. له یوې خوا که تازه ورښتونو ځېنې سیمې اغېزمنې کړې دي، نو بلې خوا ته ځايي اوسېدونکي وايي چې په بندونو کې د اوبو سطح لوړه شوې ده چې په راتلونکو میاشتو کې به یې کروندګرۍ او باغوانۍ ته ګټه ورسوي.