د بریتانیا وزیراعظمې ټېریزا مې د فېبرورۍ پر درېمه خپل پاکستاني سیال عمران خان ته په ټېلیفوني خبرو کې د هندي هواباز (پایلټ) ابېنندن د پرېښودو ګام ستایلی دی.
د مې دفتر په یکشبنه په خپل خپاره کړي بیان کې ویلي چې بریتانیا د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ پر روان کړکېچ اندېښنه لري او پاکستان ته یې د وسله والو ډلو خلاف د ګامونو پورته کولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د پاکستان او هند ترمنځ تر هغه وروسته ترینګلتیا زیاته شوې چې د فېبرورۍ پر ۱۴ مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په یوه موټربم برید کې ۴۴ هندي عسکر ووژل شول او زمه واري یې یوې پاکستان مېشتې وسلوالې ډلې جیش محمد ومنله.