د سوات ضلعې کونسلره نسیم اختر وایي، په سوات کې داسې ګڼې ښځې دي چې ګلکاري کوي خو پوره سهولتونه نه لري.
نسیم اختر چې د سوات له ګلکارو ښځو سره مرسته هم کوي وایي، ښځې د ډېر ښه معیار د لاسو کار کوي چې پکې په شالونو او جامو کار ډېر مشهور دی خو دوی د خپل کار پرمخ وړلو لپاره اسانتیاوې غواړي.
د سوات یوه اوسېدونکې چاند بي بي وایي، اته کاله مخکې یې خاوند په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو، دوه بچې لري او تر ۱۴مه پورې یې زده کړې کړي دي، د ګلکارۍ په هنر پوهېږي، خو د مشینونو او ځېنو سامانونو اخیستو وس نه لري.
د سوات د امان کوټ طاهره بي بي وایي، په سیمه کې تر پوځي عملیاتو مخکې یې یو سلایي مرکز لاره چې وروسته وران شو او د ناامني له وجې د دې په شمول د یو شمېر ښځو کار اغېزمن شو.
د سوات د ګلکارو ښځو پر مسلو مو په تاندې هیلې خپرونه کې خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.