د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي بلوچستان کې د پولیو ځنډېدلی واکسیني کیمپېن د ډېسېمبر پر ۳۰مه پیلېږي


په کوټه کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په کوټه کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، په بلوچستان کې د پوليو ځنډېدلی واکسيني کيمپېن د ډېسېمبر له ۳۰مې پيلېږي.

په کوټه کې د ګوزڼ پر وړاندې د بیړنیو عملیاتو د مرکز صوبايي مشر انعام الحق د ډېسېمبر پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې دا پرېکړه يې د بلوچستان د ټولو ضلعو له انتظامي او روغتيايي چارواکو سره تر غونډې وروسته کړې ده.

په بلوچستان کې د پوليو پر ضد د بېړنيو عملياتو د مرکز مرستيال مشر ډاکټر افتاب کاکړ د ډېسېمبر ۱۷مې پر ماښام مشال راډيو ته وويل: "موږ تقريباً ۲۶ لکه ماشومانو ته د پوليو [د مخنيوي] څاڅکي ورکوو. دا کيمپېن به په کوټه سيمه کې اووه ورځې او په نور بلوچستان کې پينځه ورځې روان وي. د دې لپاره د امنيت ډېر ښه انتظامات شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر له ۱۶مې راهیسې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو کې د پولیو شپږ ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی، خو په بلوچستان کې د روغتیا ادارې د کارکوونکو د احتجاجي کاربندیز له وجې پر وخت پیل نه شو.

کاکړ زیاته کړه چې په کاربندیز کې شریک روغتیايي کارکوونکي به د روانې میاشت په پای کې له پیلېدونکي واکسیني کیمپېنه باسي.

تر دې مخکې، د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو د ټولنې مشر ډاکټر عبدالصبور کاکړ د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته ويلي ول چې احتجاج یې د حکومت له لوري د دولتي روغتونونو د شخصي کولو پرېکړې پرضد پیل کړی دی.

هغه زياته کړه چې حکومت دې د سرکاري روغتونونو د پلورلو پر ځای د هغوی حالت سم کړي.

د بلوچستان د عامې روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ او د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند لا د روغتيايي کارکوونکو د کاربندیز او څرګندونو په اړه د مشال راډيو پوښتنې نه دي ځواب کړې.

په بلوچستان کې واکسیني کیمپېن په داسې وخت کې ځنډېدلی چې سږ کال په هغه صوبه کې د پولیو ۲۶ او په ټول پاکستان کې یې ۶۳ پېښې ثبت شوې چې دا شمېر د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول لوړ دی.

په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

ګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00

د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې تر دې مخکې د اکتوبر په پای کې د پاکستان په ټولو برخو کې ګوزڼ ضد کیمپېن ترسره کړی وو.

اداره وايي، اوسنی کیمپېن پر داسې مهال کېږي چې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د چارسدې او ډېره اسماعیل خان، د بلوچستان د کلا سیف الله، بارکان او مستونګ، د پنجاب د راولپېنډۍ او د سیند د قمبر او جامشورو ضلعو په ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ وایرس موندلو خبر ورکړ.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG