د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د نارنج ګل کلنۍ مشاعره وشوه


د مشاعرې ګډونوال
د مشاعرې ګډونوال

د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره تر سره شوه چې پر ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره ورته له کابل او د یو شمېر نورو ولایتونو څخه شاعران او د شعر او ادب مینه وال راغلي ول.

سږکال د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نارنج ګل کلنۍ دودیزه مېله او مشاعره د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې جوړه کړې وه چې پر شاعرانو سربېره ورته په سلګونه تنه د شعر او ادب مينه وال ورغلي ول.

په مشاعره کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پر شاعرانو غږ وکړ چې په خپلو شعرونو کې د مينې محبت او سولې پیغامونه ورکړي

ده وویل ، “زه د خپلودرنو او قدرمنو شاعرانو نه هیله کوم چې د شعر او فن په ژبه د میني، محبت او خلوص پېغام وړاندې کړي.”
رحمان خلیلزي په خپل نظم کې طالب وسله والو ته د سولې لمن غوړلې وه. د هغه د نظم يو بیت داسې وو
دواړه چې ډز کوو، الله یادوو
دواړه خپل مړي شهدا یادوو
چې دا خبرې دي، نو ننګ په څه دی؟
وروره زما او ستا دا جنګ په څه دی؟

مطیع الله تراب چې دې مشاعرې ته له خوسته راغلی و، د حالاتو جبر ته اوږد نظم ووایه چې په یوه برخه کې يې راغلي ول.
ماته غوږ شئ د دې خاورې سوداګرو
تا خوړلی بیت المال په خدای که جوړ شې
ته مړېږې نه، په تورو خاورو موړ شې
د پینځو دیوالو شاته هم ډارنه
له خطره خالي نه ده سرښندنه
که وېرېږې، نو په کور کېنه دننه

پرویز بهسودوال بیا په خپل بنجاري نظم کې د سولې لپاره سینګارتوکي راوړي ول:

نکرېزې، ميخکي او دنداسه واخلئ، بنګړي واخلئ
کوڅه په کوڅه غږ کوم، بنګړي واخلئ، بنګړي واخلئ
راووځئ، د سولې ناوې ښه په سینګار پټه کړئ
راووځئ، له جنګه ازادي واخلئ، بنګړئ واخلئ

عرفان الله بیدار څو ټپیزې وویلې چې د ګډونوالو له دروند استقبال سره مخ شو.

په سرچوک کې مې سنګسار کړئ
میرات ګريوان مې تار په تار کړئ
جسد مې سیند ته ورغوزار کړئ
که ملامت شوم، ما په دار کړئ
که ملامته شوه، خولګۍ به راکوينه

د ذکر وړ ده چې د تېرې څه باندې نيمې پيړۍ راهيسې په جلال اباد کې د «نارنج ګل» دوویزه میله او مشاعره جوړېږي چې په دې وروستيو کلونو کې د نارنج ګل نه په الهام اخیسستنې، کندهار کې «انارګل» کندوز کې د «ارغوان» په خوست کې د «چینار» په پکتیا کې د « نښتر» په لغمان کې د «شين لغمان» په کونړ کې د « کونړ سيند» په میدان وردګو کې د « مڼې ګل» او په لوګر کې د «سنځل ګل» په نومونو کلنۍ مشاعرې جوړېږي.

د مشاعرې بل عکس
د مشاعرې بل عکس

XS
SM
MD
LG