د ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
د مشال راډیو په اوونيزې خپرونې ((قبايلي سيمې د بدلون پر لور)) کې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا د ورګډېدو وروسته بدلونونو ته کتنه شوې ده. د دې لړۍ په روانه کړۍ کې په قبايلي سيمو کې د سرشمېرنې او هلته د نوو حلقه بنديو او انتخاباتو په اړه بحث شوی دی. په قبايلي سيمو کې په داسې حال کې د سرشمېرنې او صوبايي انتخاباتو بحثونه تاوده شوي چې د خېبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې د روان کال (۲۰۱۹م) د جولای له ۲۵مې وړاندې به په دې سيمو کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات کوي.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.