د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني او ترکیې ته د روسیې په اړه د پینس خبرداری


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ترکیې او جرمني ته له روسیې سره پر معاملو کولو خبرداری ورکړی دی.

نوموړي پر انقرې غږ کړی چې دا یو بې احتیاطه ګام دی او برلین ته یې خبرداری ورکړی چې دوی د مسکو په دام کې مخ په ګېرېدو دي.

د مایک پینس دغه څرګندونې د اپریل پر درېمه په واشنګټن کې د ناټو سازمان د جوړېدو د ۷۰ مې کلیزې د مراسمو پر مهال مخې ته راغلې دي. جرمني او ترکیه د دغه سازمان له پخوانیو غړو څخه دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر د ترکیې لخوا له روسیې له مځکې څخه پر مځکې د توغندیو د دفاعي سیسټم په اخیستو او د جرمني او روسیې ترمنځ د « نارډ سټریم ۲ پایپ لاین » د ممکنه جوړېدنې پر سر نیوکې لرلې.

تر اوسه د دغه امریکايي مقام د څرګندونو په ځواب کې د انقرې او برلین ځواب مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG