د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه لیبیا کې د سیاسي بحران حل لټوي


ملګري ملتونه وايي چې په راتلونکې اوونۍ کې به په ليبيا کې د سياسي بحران په اړه قامي کانفرس په جوړولو ټينګار کوي چې د انتخاباتو په امکان خبري وشي.

دا له هغې وروسته ده چې ليبيا د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخامخ ده. د ليبيا خليفه حفتر ځواکونه د اپريل په شپږمه پلازمينې طرابلس پر لور روان دي او د پخواني نړيوال هوايي ډګر کنټرول يې ترلاسه کړی دی. خليفه حفتر د ليبيا ملي ځواکونو مشر دی.

د نړۍ اوو پرمختللو هېوادونو تنظيم جې ۷ د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي، که خليفه حفتر د طرابلس حکومت و نه مني نو پرضد به يې کارروايي کوي.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ټولو خواوو غږ کړی چې دا مسئله دې په سولییزه توګه هواره کړي خو ورسره يې خبرداری هم ورکړی چې بهرني هېوادونه دې په لیبیا کې لاسوهنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG