د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي


بګرام هوايي ډګر ته نېږدې پر امریکايي سرتېري برید.
بګرام هوايي ډګر ته نېږدې پر امریکايي سرتېري برید.

په افغانستان کې میشتو امریکایې ځواکونو د اپریل پر اتمه وویل، درې امریکایې سرتېري بېګا ماښام د کابل شمال پلو د بګرام هوایي ډګر ته نېږدې په یوه برید کې وژل شوي دي.

امریکا او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه کسان د سړک غاړي بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

د اعلامیې له مخې درې امریکایې سرتېري او یو امریکايي ټېکدار په دې پېښه کې ټپیان دي.

اعلامیه د امریکا دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د دغو کسانو نومونه نه دي ښودلي.

طالبانو ادعا کړې چې برید دوی کړی دی.

تر دې وړاندې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي مشال راډیو ته وویل چې په دې برید کې د نړیوالو ځواکونو دوه زغره وال ګاډي ویجاړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG