پراګ - افغان حکومت ویلي دي چې په دوحې کې له طالبانو سره کېدونکې غونډه لغوه شوې.
ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر ۲۰مه د افغانستان یو ۲۵۰ کسیزه پلاوی په دوحې کې له طالبانو سره خبرې وکړي.
د پلاوي لېسټ د سې شنبې (د اپرېل ۱۶مه) پر ورځ افغان حکومت اعلان کړی وو چې پکې سیاستوالان، چارواکي، مدني فعالان، ښځې او خبریالان شامل ول.
خو د ولسمشر دفتر د اپرېل د ۱۸مې او ۱۹مې ترمنځ شپې ناوخته په یوه بیان کې وویل چې د قطر حکومت د دې پلاوي په منلو کې پاتې راغی نو ځکه یې دا غونډه لغوه کړه.
بیان وايي، له قطره یو نوی لېسټ افغان حکومت ته استول شوی وو چې "د ولس له متوازن شمولیت څخه بې برخې وو او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامۍ په مانا وو" چې کابل ته د منلو وړ نه وو.
د قطر حکومت او طالبانو د افغان ولسمشر دفتر دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
البته طالبانو د چارشنبې پر ورځ په یوه بیان کې د افغان حکومت لېسټ اوږد بللی وو او دا یې رد کړی وو.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د اپرېل پر ۱۸مه شپې ناوخته په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې د دوحې ناسته د اوس لپاره ځنډول شوې خو د ده په خبره، ژر به افغانان په یوه بین الافغاني ناسته کې د سولې او سوکالۍ لپاره غښتلي ګامونه واخلي.
خو دا تر اوسه معلومه نه ده چې بله غونډه به کله او په کوم ځای کې جوړه شي.