د عبدالرقیب مبارز د پېژندنې دا غونډه د اپرېل په نولسمه نېټه د جلال اباد شاهي ماڼۍ په تالار کې جوړه شوې وه.
په غونډه کې د ولایتي ادارې پر نظامي او ملکي منسوبینو سربېره د ننګرهار ولایت د بېلابېلو قومونو استازو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی و.
قوماندان عبدالرقیب مبارز ژمنه وکړه چې په ننګرهار کې به ډاډمن امنیت راولي ، د انسان تښتونې او قاچاق مخه به نیسي او له امنیتي ادارو سره به په همغږۍ کار کوي.
د ننګرهار والي شاه محمد میاخېل پر دې مهال مشال راډيو ته وویل ، “ د جلالتماب جمهور رييس او کورنیو چارو وزارت ننګرهار ته زیاته توجه لري ، موږ یو داسې کس ته اړتیا لرو چې د دې سيمې جغرافیه ورته معلومه وي او د امنیتي ادارو تر منځ ښه همغږي راولي، په دې برخه کې تجربه لري، په خاصو قطعاتو کې يې دندې تر سره کړي، انشاالله د دې په راتګ به امنیت نور هم ډاډمن شي.”
د دیني عالمانو شورا په استازولۍ مولوي حبیب الله جلال ابادي ډاډ ورکړ چې دیني عالمان او قومي مشران به له نوي قوماندان سره په هره برخه کې همکاري کوي.
د ننګرهار ولایتي شورا منشي حمېرا رفیع پر نوي امنیه قوماندان غږ وکړ چې د انسان تښوونکو، قاچاقبرو او غاصیبنو مخه ونیسي او په ننګرهار کې د امنیت ساحه پراخه کړي.
د ننګرهار نوي امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز ژمنه وکړه چې د هر ډول جرمونو مخه به نیسي.
عبدالرقیب مبارز تر دې وړاندې د پولسو د ۳۳۰م، ۲۳۰ م قطعې د قوماندان او د ۴۴۰مې قطعې د مرستیال په توګه او د نيمروز د امنیه قوماندان په توګه هم دندې تر سره کړي دي.