د امریکا د پراختیايي ادارې يوسیډ، پروموټ څانګې په ننګرهار کې په۱۳۹ نجونې د يوه کال په دوران کې په دولتي چوکاټ کې د کار کولو په موخه وروزلې او د يوې غونډې په ترڅ کې يې د فراغت سندونه يې ورکړل.
د یادې ادارې چارواکي وايي چې فارغې شوې نجونې اوس کولای شي چې په اداره، مديریت، تدارکاتو او بشري منابعو کې په ښه توګه کار وکړي.
دا غونډه چې لسګونو نجونو ته يې په دولتي چوکاټ کې د کار کولو په موخه د يو کلنې زده کړې وروسته د فراغت سندونه ورکول، د اپرېل پر ۲۰مه د جلال اباد د شاهي ماڼۍ په تالار کې جوړه شوې وه.
د یو سيډ پروموټ ادارې يو تن مسوول احسان الله احسان وايي چې په دې یو کلنۍ دوره کې يې نجونې ته د ادارې، مديریت، تدارکاتو، بشري منابعو او نورو اړوندو کاري ساحو کې شپږ میاشتې نظري زده کړې ورکړي، درې میاشتې يې د رهبرۍ زده کړې او پاتې درې میاشتې يې په بېلابېلو دولتي ادارو کې عملي زده کړې تر سره کړي دي.
نوموړی وړاندې وايي , " دا لومړۍ دوره ده چې ۱۳۹ تنه نجونې موږ فارغې کړې. اوس يې موږ د استخدام پروسه شروع کړې ده، له دولت سره موږ له ډېر نېږدې نه کار کوو چې دوی ته د کار کولو زمینه برابره کړو."
هغو نجونې چې په دولتي ادارو کې يې د کار کولو د وړتیا سندونه تر لاسه خوشاله وې، خو له دولت نه غواړي چې په ادارو کې يې په کار وګماري.
نورزیه لودین مشال راډيو سره په خبرو کې وویل ، " وروسته له هغې چې موږ په دولتی ادارو کې درې میاشتې کار کړو، د ادارې له ټولو مقرراتو سره مو اشنايي پیدا کړه. اوس موږ کولای شوو چې په ادارو کې کار وکړای شوو."
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي چې دوی هڅه کوي چې د ننګرهار په اداره کې د کار کولو به موخه پر نارینه وو ښځو ته ترجیح ورکړي.
ده وویل ، " کله چې دوی په ادارو کې مقرېږې، دوی ته پینځه فواینټونه یا نمرې اضافه ورکول کېږي، که له نارینه وو يې څو میاشتې کاري تجربه هم کمه وي، دوی ته اولیت ورکول کېږي او اوس دوی کولای شي، چې بستونو ته آن لين اپلايي هم وکړي."
د یو ایس، ای، ای، ډي د پروموټ ادارې چارواکي وايي چې د پروموټ ادارې له اړخه د افغانستان په کچ ۳۹۰۰ تنه ښځينه وو ته د کاري ظرفیت لوړونې په موخه یو کلنۍ زده کړې ورکړل شوي چې له ډلې یې ۱۶۰۰ تنو مېرمنو ته په دولتي ادارو کې جذب شوي او زیاتوي چې په ننګرهار کې هم له ۱۳۹ نجونې څخه د زده کړې پر مهال دولس تنه نجونې په دولتي ادارو کې جذب شوي دي.