د لاسرسي ځای

تازه خبر

سباوون خپرونه


سباوون خپرونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سباوون خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ماشومانو د حقونو په اړه د دې نوې خپرونې په دویمه برخه کې مو د ماشومانو په تعلیمي صورتحال او د هغوی ته په ورپېښو ستونزو ترڅنګ پر نورو موظوعاتو له چارواکو او د بشري حقونو مبارزانو سره خبرې کړې دي. د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې شاوخوا ۱۵ لکه ماشومان له سکولو بهر دي خو بیا د تعلیم لپاره کارکونکې ادارې دا شمېره شاوخوا ۲۵ لکه یادوي. د ماشومانو حقونو مبارازان وايي، په پاکستان او په ځانګړې توګه د خېبر پښتونخوا په اکثرو سیمو کې د سکولونو او استادانو کمی دی او زده کونکي د تعلیم په برخه کې استانتیاوي نه لري. خو د تحریک انصاف په مشری موجوده حکومت وايي، د نورو تعلیمي ادارو جوړولو، نوو استادانو برتي کولو او په سکولونو کې د ماشومانو شمېر زیاتولو په ګډون ځینې نور ګامونه پورته کول پېل کړي دي. خپرونه هره اوونۍ انیسه اجمل جوړوي. سباوون خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG