د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي ، پاکستان ته پېغام ورکوي چې په افغانستان کې له سولې وروسته به یې ډالۍ دومره لویه وي چې د پاکستان اقتصاد به ورسره وده وکړي.
ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د مې پر دریمه په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې د پای غونډې ته په وینا کې وکړې.
ده وویل ، “ زه پر پاکستان غږ کوم چې راځئ ټول شکونه غلط ثابت کړو او وښیو چې د ګواښونو پربنسټ ولاړ اړیکي د سولې پربنسټ په ولاړو او د رښتینې همکارۍ پربنسټ ولاړو اړیکو بدل کړو. راځئ ثابته کړو چې دا یوازې لویدیځ هېوادونه نه دي چې خپل کړکېچونه حلولای شي او دلته هم یو مدنیت شته. او زموږ ستر اسلامي مدنیت تر هېڅ مدنیت کم نه دی.”
په دې اړه مو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د تماس هڅه وکړه خو بریالي نه شو خو د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په يو خبرپاڼه کې ویلي چې د مې پر دریمه د پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ کې شوې غونډه کې ویل شوي چې دوي په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ کوي.
د سیاسي او سفارتي چارو پوهان وايي ، د پاکستان او افغانستان خپل منځي ښې اړیکې له دې کبله هم د دواړو هیوادونو په ګټه دي چې یو له بل سره پوله لري.
د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي ، د ده په فکر د پاکستان اوسنی حکومت هڅه کوي چې له افغانستان سره یې اړیکې ښې شي.
ده وویل ، “چې له کله هم عمران خان وزیراعظم شوی دی نو پر هر ځای وايي چې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي ، د امن په برخه کې ورسره همکاري کوي او نورې مرستې کوي.”
د سیمه ییزو چارو پوه رحیم الله یوسفزی وايي ،افغان او پاکستانیو چارواکو تل ویلي چې ښې اړیکې د دواړو په ګټه دي او دوي به یې ښې کوي.
خو د رحیم الله یوسفزي په وینا ، د اړیکو د ښه کولو لپاره په کار ده چې دوي عملي ګامونه واخلي.
له نوموړي مو وپوښتل چې د ده په فکر عملي ګامونه څه دي چې کابل او اسلام اباد یې په اخیستلو خپل منځي اړیکې ښې کولای شي؟
ده وویل , “ تر څه وړاندې باید یو پر بل باور وکړي ، یو پر بل تورونه ونه لګوي ، تجارت وکړي ، د پولې مسلې هوارې کړي ، یو بل سره اقتصادي مرستې وکړي نو زما په خیال خو دا هغه څه دي چې پرمختګ پکې کېدای شي”.
د یادونې وړ ده چې افغانستان او د نړۍ یو شمېر نور هیوادونه پاکستان په دې تورنوي چې په افغانستان کې د حکومت پرضد جنګېدونکو وسله والو ډلو سره مرستې کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې دوي په افغانستان کې امن غواړي.