د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر علي وزیر مقدمه وکښل شوه


کلا سیف الله: علي وزیر د ارمان لوڼي د مړینې مراسمو پرمهال د هغه له مور سره. ۳م فبروري ۲۰۱۹
کلا سیف الله: علي وزیر د ارمان لوڼي د مړینې مراسمو پرمهال د هغه له مور سره. ۳م فبروري ۲۰۱۹

په شمالي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او د هغه پر ۱۲ ملګرو باندې مقدمه درج شوې ده.

ضلعي پوليس مشر کفايت الله وزیر د استخباراتي راپورنو پر بیناد د پي ټي اېم د مخکښانو خلاف د مې پر ۵مه نېټه د ميرعلي په تاڼه کې مقدمه کښلې.

د مشال راډيو خبریال د ځايي چارواکیو له خولې د دې اېف ای ار پخلی کړی دی. په اېف ای ار کې کښل شوي چې دوی لر او بر یو افغان نارې وهلې، یه جو دهشتګري هې اس کې پیچې وردي هې او د ریاست پرضد یې ولس پارولی.

په مقدمه کې ویل شوي د روانې (مې مياشتې) پر لومړۍ نېټه د شوا تحصيل کابلخېل قام ټولو ټبرونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو د کورم تنګي ډېم جوړولو پرضد غونډه کړې وه چې پکې علي وزير، رياض خان او قاسم خان په خپلو ویناګانو کې ولس د پاکستاني پوځ پرضد په بغاوت راپارولي دي.

د اېف ای ار پاڼه
د اېف ای ار پاڼه

علي وزير له وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې مقدمه پرې درج شوې خو نوموړي ویلي دغه غونډه د پي ټي اېم نه وه بلکې د وزیر قام یوه لويه جرګه وه او د کورم تنګي ډېم پرضد وه ځکه چې د هغه په وینا د ډېم له جوړېدو سره د شوا تحصيل په لاکونو خلک اغېزمن کيږي.

هغه وويل دوی د ډېم جوړولو پرضد نه دي خو له حکومته غوښتنه کوي چې اول دې د دغه ولس یو بندوبست وکړل شي.

هغه زياته کړه سيمې ته د خیبر پښتونخوا وزير اعلی محمود خان او له هغه سره د کابینې وزيران چې د مارچ په مياشت کې ورغلي ول دوی ته باور ورکړی وو چې تر څو پورې د علاقې خلک نه وي رضا، په ډېم به کار نه کېږي خو بل لور ته پر ډېم لاهم کار روان دی.

د علي وزیر په وینا ياده یاده سیمه ترهګرۍ او ورپسې پوځي عملياتو [راه نجات او ضرب عضب] سخته وځپله. د ده په وینا د دوی د سيمې مشران به د خپلې علاقې د مسلو هوارولو لپاره رايوځای کېږي، جرګې به کوي او که مقدمې پرې کښل کېږي نو د هغې به له قانوني لارې مقابله کوي.

د پي ټي اېم د مشرانو او غړو پرضد له دې وړاندې هم مقدمې درج شوی خو د علي وزير او هغه سره نورو کسانو پرضد دا مقدمه په داسې وخت کې درج شوې ده چې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند په پي ټي اېم سخت تورونه لګولي ول.

د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ول چېپي ټي اېم ته د افغانستان او هند استخباراتي ادارې پېسې ورکوي. د هغه په وینا، "دا چې دوی د خلکو په لاسونو کې لوبېږي د دوی وخت ختم او پروړاندې به یې قانوني چلند کېږي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د پوځي وياند تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دوی هر ډول احتساب ته تیار دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او پارلېماني غړي محسن داوړ د اپرېل پر ۲۹مه قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې د پاکستاني پوځي ویاند تورونه رد کړل او ویې ویل چې په نړیواله کچه دې یو ازاد کمېشن جوړ کړل شي چې معلومه کړي دوی ته له کومه ځایه پیسې راځي، هرڅه به په ډاګه شي.

XS
SM
MD
LG