د لاسرسي ځای

تازه خبر

له هړتاله کوټه په ټپه ولاړه


له ویډيو اېستلې برخه
له ویډيو اېستلې برخه

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مې پر ۱۷مه مکمل کاربندیز شوی وو او د ښار پر سړکونو د موټرو تګ راتګ هم د نورو ورځو پرتله ډېر کم وو. د دې کاربندیز غږ د اپوزېشن ګوندونو او تجارانو کړی وو.

دوی تور پورې کوي چې اوسنی صوبايي حکومت د ولس د ژوند او مال ساتنه نشي کولای خو حکومت د دوي تورونه ردوي. زموږ همکار بوریوال کاکړ په دې اړه رپوټ لري.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې د متحده اپوزېشن مخکښان وايي، صوبايي حکومت په دې کې پاتې راغلی دی چې د صوبې د ولس د ژوند ساتنه وکړي او د هغوی ستونزې هوارې کړي.

د ترقیاتي کارونو پیسې د حکومت د نااهلۍ له کبله وسوځېدې، په ټوله جنوبي پښتونخوا کې بریدونه او چاودنې دي، همداسې په بلوڅ سیمو کې دي، ګراني ده، اوبه نشته، ګېس او بجلۍ نشته.
زېری

په اپوزېشن کې جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډله، بلوچستان نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند شامل دي.

دوی د همدې لپاره د مې پر ۱۷مه په مرکزي ښار کوټه کې کاربندیز کړی وو او بیا یې په مازیګري کې احتجاجي مظاهرې ته ویناوې وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړي نصرالله زېري مشال راډیو ته وویل چې د ده په وینا د بلوچستان عوامي ګوند په مشرۍ حکومت بلکل ناکامه شوی دی.

''د ترقیاتي کارونو پیسې د حکومت د نااهلۍ له کبله وسوځېدې، په ټوله جنوبي پښتونخوا کې بریدونه او چاودنې دي، همداسې په بلوڅ سیمو کې دي، ګراني ده، اوبه نشته، ګېس او بجلۍ نشته.''

د بلوچستان نېشنل ګوند مخکښ اغا حسن بلوڅ مشال راډیو ته وویل، حکومت د ولس ستونزو ته له سره پام نه کوي.

''د صوبايي حکومت د نااهلۍ اندازه تاسو له دې لګولای شی چې په ورسته پاته سیمو کې یې د پرمختګ لپاره هېڅ یوه پروژه لا نده وړاندې کړې، بل پلو هره ورځ چاودنې، غلاوې او لوټمار دی او هم داسې حکومت د اپوزېشن د غړیو په حلقو او فنډونو کې لاسوهنې کوي.''

زموږ د حکومت له راتګ سره سم خلکو ته نوکرۍ ملاو شوې، هدفي وژنې د پخوا په پرتله کمې شوې دي، چاودنې د پخوا په پرتله کمې شوي دي
لانګو

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو له مشال راډیو سره په خبرو کې د اپوزېشن ګوندونو دا تورونه رد کړل.

ده وویل: ''د اپوزېشن کار هم دغه وي چې فریاد وکړي، ګنې زموږ د حکومت له راتګ سره سم خلکو ته نوکرۍ ملاو شوې، هدفي وژنې د پخوا په پرتله کمې شوې دي، چاودنې د پخوا په پرتله کمې شوي دي او یوه نه یوه چاودنه خو په نیوزيلېنډ او برتاینا کې هم کېږي. د اپوزېشن یوازېنۍ مسله دا ده چې دوی په اپوزېشن کې ناست دي او په حکومت کې نه دي.''

په بلوچستان کې د اپوزېشن ګوندونو په داسې وخت کې احتجاج پیل کړی دی چې په دا ورستیو کې هلته یوشمېر بریدونه او چاودنې شوې دي چې په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو په ګډون په لسګونه عام خلک وژل شوي او ټپي شوي دي. بل په پاکستان کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ له لوړېدو سره ګراني هم زښته زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG