د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اوونۍ مو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سپیکر او د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف له یو مشر اسد قیصر سره خبرې کړې دي.
نوموړی د صوابۍ د مرغز کلي اوسیدونکی دی او د کالج له مهاله یې د سیاست سره شوق پیدا شوی وو. دی په کالج کې د جماعت اسلامي ګوند غړی وو.
اسد قیصر تر دې وړاندې د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر هم پاتې شوی دی. نوموړی وايي، تحریک انصاف ګوند کې یې په ۱۹۹۶ کال کې ګډون وکړ خو له عمران خان سره یې تر دې وړاندې له هغه مهاله پېژندل چې نوموړي د شوکت خانم کینسر روغتون جوړولو.
له اسد قیصر سره د مشال مرکه دلته لاندې په فلش پلیر کې واورئ: