په ننګرهار کې د دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان د جنازې لمونځ ادا او خاکي جسد يې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
نوموړی د مې پر ۲۴مه د جمعې تر لمانځه څو شيبې د مخه د کابل په نهمې ناحیې اړوند د یوه جومات په ممبر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله مړ شوی و.
د دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان د جنازې په لمانځه کې چې د جلال اباد ښار شيرزي لوبغالي کې د مې پر ۲۵مه ادا شوه، د ننګرهار پر ملکې او نظامي منسوبینو ، دیني عالمانو او ولسونو سربېره په کې د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو څخه هم دیني عالمانو، قومي مخورو او د مولوي ریحان مینه والو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د جنازې تر ادا کېدو له مخه وویل، " هر هغه څوک چې د افغانستان نظام بې ثباته کول غواړي، ولس ته په کار دي چې له دولت سره اوږه په اوږه يې مقابله وکړي."
نوموړي وویل ، " زما ګیله له ټولو ولسونو دا ده چې راځئ سره لاسونه ورکړو. نن باید په سلګونو په زرګونو دیني عالمان راوتی وای او د دغه شان وژنو پرضد يې مظاهره کړې وای."
ډاکټر فرید احمد کریمي چې له کابله په جنازه د ګډون لپاره جلال اباد ته تللی وو ، مشال راډيو ته وویل: "د ډېر افسوس ځای دی چې داسې عالمان له لاسه ورکوو او هغه هم د ممبر په سر. دا هم د علماوو سپاوی دی، دا هم د مسجد سپکاوی دی او دا هم د ممبر سپکاوی دی. حکومت ته په کار دي چې د دې عاملین پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري."
د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني مرستیال ډاکټر لعل محمد درانی په حکومت غږ کوي چې د هغو دیني عالمانو چې د نظام ملاتړي دي، ساتنه وکړي: " د داسې عالمانو د شهيدولو شاهدان يوو چې هغه له وطن سره مینه لري. په حکومت دا فرض دی چې د هغوی ساتنه وکړي. او که ساتنه يې ونه شي، موږ به په ابدي بدبختۍ اخته يو او د اسارت ژوند به تر اخره پورې کوو."
د ننګرهار د ملي امنیت رییس نظر علي واحدي ژمنه وکړه چې د دیني عالمانو دفاع او ساتنه به په هر حال کې کوي: " د ننګرهار محترمو علماوو ته اطمنان ورکوو او تر ډېره حده به کوښښ وکړو چې په ننګرهار کې به د خپلو درنو علماوو او د دین پېشوایانو امنیت به ساتو."
د ذکر وړ چې مولوي سمیع الله ریحان د ننګرهار له بهسودو ولسوالۍ سره تعلق لرلو، له څو کلونو راهیسې یې په کابل کې له یوه شخصي ټلویزیون سره په ژوندۍ خپرونه کې د خلکو دیني پوښتنو ته ځوابونه ویل، په افغانستان کې روانه جګړه يې جهاد نه، بلکې فساد ګڼله، ځانمرګي بریدونه يې حرام بلل او ترڅنګ يې د افغان ملي او امنیتي ځواکونو په ملاتړ په خپله فیسبوک پاڼه او يو ټیوب باندې انځوریز پېغامونه هم ورکول.