د لاسرسي ځای

تازه خبر

افراسیاب خټک د پي ټي اېم فعالیتونه او راتلونکې څنګه ارزوي؟


ارشیف: افراسیاب خټک د مشال راډیو په دفتر کې د خبرو پرمهال، ۲۰۱۳ز کال.
ارشیف: افراسیاب خټک د مشال راډیو په دفتر کې د خبرو پرمهال، ۲۰۱۳ز کال.

د "مشال مرکې" د دې اوونۍ په خپرونه کې مو له سیاستوال، فعال او لیکوال افراسیاب خټک سره خبرې کړې دي.

نوموړی په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې یې په غونډو، جلسو او احتجاجونو کې برخه اخلي او پر ټولنیزو رسنیو یې د فعالیتونو ملاتړ کوي.

موږ د پاکستان په سیاست کې د خټک د لسیزو فعالیت او تجربې ته په کتو له هغه څخه د پي ټي اېم د کارونو، جوړښت او راتلونکې په اړه پوښتلي دي.

د دې مرکې دوه برخې دي.

په لومړۍ هغه کې یې افراسیاب خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونو تجزیه کوي.

د مرکې دویمه برخه هم په یوه شکل له لومړۍ هغې سره تړلې ده او پکې خټک د خپلې تازه شعري ټولګې ((نوی تېغ)) په اړه غږېدلی دی.

د افراسیاب خټک بشپړه مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

له افراسیاب خټک سره د مشال مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG