چارواکي وايي په کندهار کې شپږ ولسي وګړي د سړک غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوي دي.
د ولايت د پوليسو وياند قاسم افغان وويل، دغه چاودنه د جون پر ۱۱مه په ډنډ ولسوالۍ کې د سپرلو پر يو ګاډي شوی.
ويل کېږي وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې پکې څلور ماشومان دي.
لا هم چا د پېښې ذمه واري نه ده منلې خو د ډنډ ولسوال حاجي عبدالله ويلي دي چې بم طالبانو په هغه سړک باندې ايښودې وو چې زياتره پرې بهراني او افغان سرتېري تګ راتګ کوي.