داسې ښکاري چې د روسیې ځواکونه له کاسپین سمندرګي څخه پر اوکراین بریدونه کوي چې په نتیجه کې یې نه یوازې درنه مرګژوبله اوړي بلکې د نړۍ تر ټولو لوی ډنډ ته زیان هم رسوي.
ځايي خلک وايي چې د روسیې سمندري ځواکونه کاسپین سمندرګۍ پر اوکراین د توغندیو د توغولو لپاره کاروي او پکې پوځي تمرینونه کوي چې له امله يې د بشري زیانونو ترڅنګ پر چاپېریال ناوړه اغېز پرېوځي.
اوکرایني چارواکيو راپور ورکړی چې د روسيې جنګي الوتکو په روان ۲۰۲۴ز کال پر دې هېواد له سمندرګي څخه توغندي توغولي او لا يې دغسې کولو ته دوام ورکړی.
د کاسپین په څنګ کې مېشتو خلکو هم د توغندیو د توغېدو خبر ورکړی دی او روان کال داسې یوه ويډيو هم خپره شوې چې پکې په ظاهره د کالیبر کروز توغندي توغېدنه ښکاري.
ځیني خبریالانو د توغندیو د کارولو او په سمندر کې د ځېنو کبانو او ژویو د مړینو ترمینځ تړاو په ډاګه کړی دی. ځېني ځايي کسانو ویلي چې پوځي فعالیتونه د چاپېریال د ککړتیا لامل کېږي.
روسیې پر اوکراین د بریدونو لپاره د کاسپین سمندرګي کارول نه دې تایید کړي البته په دې اړه يې کله هم د خجالت احساس نه دی کړی . د ۲۰۲۱۵ز کال په اکتوبر میاشت کې سرکاري روسيو رسنیو د هغه وخت د دفاع وزیر سرګي شيوګو له قوله ويلي ول چې د کاسپین سمندري بیړۍ د کالیبر توغندیو په کارولو سره په شام کې اهداف په نښه کړي دي. ورپسې کال هم یو بل ورته راپور هم خپور شوی وو.
له ۲۰۲۰ز کال راهیسې چې د کومو بریدونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي، په هغوی کې زیاتره په کاسپین سمندرګي د پرواز کوونکو بم غورځونکو الوتکو په اړه دي.
امکان لري چې روسیې د کاسپین بیړۍ څخه کالیبر توغندي توغولي وي، خو اوکرایني ځواکونو ویلي چې په دغه اړه کره شواهد نه شته.
ځايي خلکو پر اوکراین د روسیې تر برید وړاندی اندېښنې څرګندی کړې وې چې د روسیې د کاسپین بیړۍ په چاپېریال ناوړه اغیزې لري. دا په داسې حال کې ده چې مسکو لا د مخه د داغستان په کاسپیسک کې د بیړیو لپاره نوې اډه جوړه کړې ده او په ۲۰۲۰ز کال کې یې هلته د کښتیو مشق هم کړی دی.
یوه ځايي ا وسېدونکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې دا پوځي هلې ځلې هر کال ترسره کېږي، چې په نتیجه کې یې په سمندر کې تیل ورګډېږي او وروسته مړه کبان د اوبو په څنډو کې لېدل کېږي.
د راپورونو تر مخې روسي بیړۍ په هر سېپټمېبر میاشت کې پوځي مشقونه کوي او روان ۲۰۲۴ز کال په هغو کې تر ۳۰ څخه زیاتې کښتۍ شاملې وې.
د یادونې وړ ده چې کالیبر او اېکس -۵۵ توغندي دواړه د راکټ زهرجن تېل کاروي چې کېدای شي سمندر ته ولوېږي. خو په چاپېریال د روسیې د پوځي فعالیتونو د اغیز د ارزونې په اړه خپلواک ساینسي معلومات نه دي راټول شوي.