د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورالايي: وسله وال برید یو پولیس وژلی او درې تنه یې ټپي کړي


په لورالايي کې پخواني برید عکس
په لورالايي کې پخواني برید عکس

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالايي پر پولیس لاین په شوي برید کې یو پولیس وژل شوی او درې تنه نور ټپي شوي دي.

د لورالايي ایس ایچ او عبدالرحمان لوڼي نن مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار رامنځ ته شوې ده.

ده وویل ، برید کوونکي وژل شوي او حالات اوس قابو شوي دي.

ده زیاته کړه چې “ درې ځانمرګي راغلي وو ، پولیسو پر وخت هغوي وویشتل ، دوو ځانونو وچاودل او بل د پولیسو په ډزو ووژل شو. دوه پولیس او یوه بله مېرمن هم ټپي شوې ده.”

عبدالرحمان لوڼي وویل چې دا مېرمن په یو نژدې کور کې د ځانمرګي له واسکټه په الوتکې یو چره ټپي شوې ده.

د لورالايي پولیس لاین د ښار په منځ کې دی او تر دې وړاندې هم هلته وسله والو برید کړی وو.

له عبدالرحمان لوڼي څخه مې وپوښتل چې دا وسله وال څنګه او له کومه پلوه پولیس لاین ته رسېدلي دي؟

هغه وویل ، “ موږ په دې اړه پلټنې کوو او تر اوسه دا نده مالومه چې دوي څنګه او له کومې خوا تر پولیس لاین پورې راغلي دي.”

تحریک طالبان پاکستان د دې برید زمه واري منلې ده.

د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو او په ځانګړې توګه لورالايي کې په دې وروستیو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون سیاسي ګوندونو څو ځله احتجاجونه هم کړي او له ریاستي ادارو یې غوښتنه کړې چې هلته دې امن برقرار وساتي.

خو دا بریدونه پر دې سربېره کېږي چې نه یوازې د صوبايي حکومت په اجازه هلته ایف سي ځواک د ښار په بېلا بېلو برخو کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي بلکې د ایګل سکواډ په نامه ځانګړي پولیس هم ګمارل شوي چې په ښار او شاوخوا سیمو کې ګشت کوي.

XS
SM
MD
LG