د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او طالبان وايي، د سولې خبرې په حساس پړاو کې دي


قطر کې له طالب استازو سره غونډه. March 12, 2019
قطر کې له طالب استازو سره غونډه. March 12, 2019

دوحه ـ د سولې په خبرو کې د ښکېلو خواوو لوړ پوړو چارواکو د نومونو د نه ښودلو پر شرط لویدیځو اژانسونو ته ویلي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې چې د جون پر ۲۹مه ماسپښین مهال پیل شوې، ډېرې حساسې دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د جون پر ۳۰مه ایسوشي اېټډ پرېس ته ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د خبرو اووم پړاو دوی مهم ګڼي.

سهیل شاهین زیاته کړې چې دواړه خواوې مثبتو پایلو ته هیلمن دي او کوشش کوي چې د افغانستان اتلس کلنه جګړه پای ته په رسولو کې یوې موافقې ته سره ورسېږي.

د دغو خبرو له پیلیدو سره هم‌مهاله بیا په کابل کې افغان ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو سره د خپل دفتر مشر عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکلی دی.

که څه هم په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د مرستیال مشر او د طالبانو د دوحه د دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پلاوو ترمنځ د پیل شویو خبرو جزیات نه‌ دي په ډاګه شوي، خو یوه جګپوړي امریکایي چارواکي چې نوم یې پټ ساتل شوی ځکه چې رسنیو ته یې په‌ دې اړه د معلوماتو ورکولو اجازه نه درلوده، رویټرز اژانس ته ویلي چې دواړه لوري د هیلو یو ریښتنی احساس کوي.

هغه روانې خبرې حساسې وبللې چې په وینا‌ یې یا به جوړجاړی وشي یا هم ښایي و نه شي.

په قطر کې د طالبانو یوه مشر چې د هغه نوم هم پټ ساتل شوی، ويلي چې دغه خبرې به ډېرې حساسې وي.

د دواړو لورو ترمنځ د اووم پړاو د خبرو تر پیلېدو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ کابل ته په سفر کې ورته هیله ښودلې او ویلي یې وو چې د سېپټمبر تر لومړۍ نېټې یعنې شاوخوا دوو میاشتو کې به د سولې یو تړون وشي.

لکه د تېر په څېر دا ځل هم له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل، د دې مسلې یقیني کول چې د افغانستان له خاورې به پر امریکا او متحدانو یې د ترهګرۍ بریدونو لپاره کار نه اخېستل کېږي، د بین‌الافغاني خبرو پيلېدل او اوربند د امریکایي او طالبانو د پلاوو ترمنځ د اووم پړاو خبرو څلور مهم مسایل یاد شوي چې تر اوسه یې دواړو لورو د دوو لومړیو په برخه کې د ځینو پرمختګونو خبره کړې، خو عملاً یې ترمنځ د کوم توافق څرک نه لګېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي چې که د سولې تړون کېږي پر ټولو دغو مسلو به موافقه کېږي که‌ نه پر هېڅ یوې مسئلې به موافقه و نه‌ شي.

که څه هم امریکایي لوري هم تل په‌ دې ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت او طالبان باید مخامخ خبرې وکړي او سوله هم باید د دوی ترمنځ وشي، خو د افغانستان حکومت تراوسه له دې خبرو څنګ ته پاتې شوی.​

XS
SM
MD
LG