د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو هرکلی کړی


په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو لړۍ د جولای په اوومه پیل شوه.
په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو لړۍ د جولای په اوومه پیل شوه.

دوحه ـ امریکا د قطر په پلازمېنه دوحې کې د افغان سیاستوالانو، فعالانو او طالب استازو ترمنځ د دوه ورځنیو خبرو، چې د جولای پر اوومه پیل شوې، هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په دوحې کې د طالبانو او افغان سیاستوالانو، فعالانو ترمنځ د خبرو هرکلی کړی دی.

نوموړي د جولای پر اوومه پر ټوېټر لیکي چې دا هغه خبرې دي چې له ډېر وخته یې انتظار کېده.

پر ټوېټر د پامپېو بیان

د پامپېو په خبره، دا د خوشالۍ ځای دی چې د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي، د مدني ټولنې فعالان، ښځې او طالبان یو ځای سره کښېني او د هېواد د شخړې پر ختمولو غږېږي.

په عین وخت کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جولای پر اوومه د مشال راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې هیله وښوده چې دا خبرې به د سولې د لارو په موندلو مرسته وکړي.

خلیلزاد زیاته کړه چې دی د افغانانو ترمنځ په دې خبرو کې ګډون نه کوي.

هلته د افغانستان د سولې عالي شورا غړي حاجي دین محمد هیله وښوده چې مذاکرات ښايي د افغان حکومت او طالبانو مستقیمو خبرو ته لار هواره کړي.

ده وویل، د جګړې پر ختمولو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر "مسوولانه وتلو" بحث کوي.

د غونډې په اړه ویډیويي راپور

په دوحې د افغانانو ترمنځ خبرې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د دوحې دوه ورځنۍ غونډې ته ګڼ افغان سیاستوالان او د ښځو په ګډون فعالان ورغلي خو د افغان حکومت استازي پکې ګډون نه کوي.

په عین وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین مشال راډیو ته وویل چې له امریکایانو سره یې شاوخوا ۸۰ فیصده مسلې حل کړې دي خو پر ځینو نکاتو بحث روان دی.

زلمي خلیلزاد هم په دوحې کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره یې د خبرو په اووم پړاو کې "خورا زیات پرمختګ" کړی خو نور معلومات یې ورنکړل.

په دوحې کې د افغانانو ترمنځ کنفرانس پر داسې مهال پیل شو چې په غزني کې د ملي امنیت پر یوې ودانۍ په موټر بم برید کې یو شمېر کسان ووژل او ژوبل شول.

طالبانو د حملې ذمه واري منلې.

د مشال راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان ولې د مذاکراتو پر مهال د غزني په څېر بریدونه کوي، شاهین وویل، "تر اوسه پورې اوربند نه دی شوی" او دا د خبرو بهیر روان د جګړې او تاوتریخوالي پای لپاره دی.

د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جولای پر اوومه په "کلکو ټکو کې" د غزني د حملې "غندنه" کړې.

نوموړي پر ټوېټر لیکلي چې په برید کې د ښوونځي ماشومانو او ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خلیلزاد زیاته کړې: "سوله تر بل هر وخت اړینه ده او د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د پای ته رسولو یوازینۍ لاره ده."

XS
SM
MD
LG