د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوحه غونډه: افغانستان کې پر تاوتریخوالي پراخ بحثونه


د دوحې خبرې د جولای پر اوومه پیل شوې
د دوحې خبرې د جولای پر اوومه پیل شوې

دوحه - په دوحه کې د افغان سیاستوالانو، فعالانو او طالب استازیو ترمنځ د سولې پر لارو چارو بحثونه روان دي.

د قطر او جرمني په کوربه توب دا خبرې د جولای پر اوومه پیل شوې او ټاکل شوې چې د جولای پر اتمه یې یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو پر لومړۍ ورځ د دې خبرو هرکلی کړی وو.

د افغانستان د سولې عالي شورا یوې غړې او د دوحې غونډې برخوالې اصیلې وردګې د جولای پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې په خبرو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي پر لړۍ بحث وشو.

د نوموړې په خبره، د غونډې ګډونوالو طالبانو ته وویل چې خلک له تشدده "بېزاره او خپه" دي.

اصیله وردګ وايي زیات بحث د تاوتریخوالي پر لړۍ شوی
اصیله وردګ وايي زیات بحث د تاوتریخوالي پر لړۍ شوی

وردګې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اتوار پر ورځ په غزني کې د ملي امنیت پر کنډک په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو د حملې ذمه واري منلې وه خو په قطر کې د هغوی د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه اوربند نه دی شوی البته غواړي چې جنګ ژر تر ژره پای ته ورسي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د غزني د برید "کلکه" غندنه کړې وه.

اصیله وردګه وايي، طالبان نور "نه غواړي چې جګړې ته دوام ورکړي" او اوس خبرو ته حاضر دي.

د غونډې لومړۍ ورځ په اړه ویډیويي رپورټ دلته وګورئ

د نوموړې په خبره، طالبانو د غونډې پر لومړۍ ورځ په خپلو خبرو کې د ښځو د حقونو ذکر هم وکړ او ویې ویل چې د تعلیم او کار مخه یې نه نیسي او زیاتوي چې نه غواړي چې پر ښځو "ظلم او تشدد" وشي.

د سولې عالي شورا غړې اصیلې وردګ زیاته کړه چې البته اوس هم خورا وخت ته اړتیا ده چې په خبرو کې یوې نتیجې ته ورسي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین ویلي چې له امریکايي استازیو سره یې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

همدا خبره زلمي خلیلزاد هم کړې خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG