د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرمپ او عمران لیدنه سیاسي شنونکي څنګه ارزوي


وزیراعظم عمران خان د روانې میاشتې په ۲۱مه په درې ورځنې سفر واشنګټن ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وزیر اعظم به له ولسمشر ټرمپ سره د سیمې پر امنیت، په ځانګړی توګه افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي او دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو په تازه کولو خبری کوي.

د سوهېلي اسیا په اړه د ټرمپ انتظامیې په پالیسۍ کې پاکستان په افغانستان کې د ناکرارۍ جوړونکي قوت او د امریکا د ګټو خوندي کولو په لار کې د خنډ په نوم یاد شوی. خو هغه کوم داسې بدلونونه دي چې نوموړي پاکستاني وزیر اعظم ته بلنه ورکړه؟

په دغه اړه په پېښور کې د سیاسي او سیمه ایزه چارو پوه ډاکتر اعجاز خټک له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د اړیکو ښه کولو لپاره له تېرې څه مودې راهیسې سفارتي هلې ځلې روانې وې او بل په افغانستان کې د سولې لپاره روانو هڅو او د ایران او امریکا ترمنځ په اړیکو کې ترینګلیتا د پاکستان اهمیت ډېر کړی دی.

امریکا له تېرې څه مودې راهیسې له پاکستان سره مالي مرستې ځنډولي دي او په پاکستان کې دننه هم اقتصادي وضع ښه نه ده.

له مشال راډيو سره په خبرو کې خبریال شایق حسین په خپلو څرګندونو کې وویل، اسلام اباد د خپلو اقتصادي ستونزو هواری غواړي او هڅه کوي چې د ناقانونه پیسو د څار د نړیوالې ادارې یا (اېف اې ټي اېف) لخوا پاکستان په تور لیسټ کې له اچولو وژغوري.

خو د سیاسي او سیمه ایزه چارو شنونکي افراسیاب خټک له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، داسې ښکاري چې پاکستان له امریکا سره له نوې سره اړیکې جوړول غواړي او په دې هر څه کې يې تر شا د پوځ مرسته شامله ده.

نوموړي زیاتوي چې په سیمه کې روانو حالاتو پاکستان او امریکا یو ځل بیا له یو بل سره خبرو ته اړ کړي دي.

د یادونې وړ ده چې امریکايي چارواکیو وخت په وخت پر پاکستان هغو وسله والو ته د پناه ورکولو او له هغوی سره د مرستو تورونه پورې کول چې په افغانستان کې پر امریکايي، ناټو او افغان ځواکونو بریدونه کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان په سوله کې مرستو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG