د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
دا اوونۍ مو له ځوان او پېژندلي سندرغاړي اياز خان سره خبرې کړې دي.
نوموړی د سوات د مېنګورې دی او يوه موده وشوه چې سندرې وايي.
دی وايي، په ۲۰۰۸ز کال کې د سوات ناامنیو یې پر هنر خورا بد اثر کړی وو.
نوموړی د سيمې پر نویو سندرغاړو غږ کوي چې د موسيقۍ زده کړې ته زيات پام وکړي.
د اياز خان خبرې او څو سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.