پراګ ـ په پښتو ادب کې د نوي کهول شاعرانو د «نوښتګر» په نوم د نظم لیکلو یو نوی تحریک یا خوزښت پیل کړی دی او په سوشل میډیا يي هم پاڼې خلاصې کړي دي چیرته چې شاعران خپلې فنپارې شریکوي.
دا لیکوالان وايي چې دوی د خپلو نثري نظمونو په وسیله د نوي دور ستونزې رابرڅېره کول غواړي.
د دې لارې لارویان د روایتي شاعرۍ د بندیزونو نه بغیر ولس ته خپل پیغام رسول غواړي. دا تحریک چې له تېرو درو میاشتو راهیسې يي په سوشل میډیا نوي بحثونه راوچت کړي دي.
ایا دا په پښتو شاعرۍ کې یو بیخې نوی تحریک یا خوزښت دی؟ په دغه اړه د پیښور د ایډورډز کالج استاد او لیکوال سمیع الدین ارمان وايي، له دې وړاندې هم په پښتو کې یو شمېر شاعرانو نثري نظمونه لیکلي دي خو دا تحریک يي نوې بڼه ده.
نوموړی زیاتوي:
" بنیادي طور دې ته مونږ د نظم تحریک ویلی شو چې نامه يي نوښتګر ده. نوښت مطلب نوی والی، جدت یا جدیدیت چې دا عناصر په کې وي. دا نوی والی د هییت په لحاظ هم وي او د موضوع په لحاظ هم. خو په دې کې بنیادي عنصر تخلیقي ازادي ده. دې ته د یو تحریک په توګه ځنو ملګرو توجه ورکړه او نوي تخلیقات يې پکې وکړل. په سوشل میډیا دې ته یو فورم هم جوړ شوی دی."
ځني لیکوالان دا فکر کوي چې د نظم د هییت یا جوړښت نه زیات پیغام یا فکر ډېر مهم دی او د نوښتګر شاعران هڅه کوي چې د نثري نظم له لارې پښتو ادب ته نوي فکرونه راوړي او د نوي دور د پوښتنو ځواب ووايي. په دې اړه شاعر او افسانه لیکونکی ډاکټر همدرد یوسفزی وايي:
"چې مونږ د انګلیسي یا فرانسوۍ شاعري ګورو نو هغوی دا د قافیو او ردیفونو له قیده راویستې ده. هغوی وايي چې د فن نه زیات پیغام ، خیال یا فکر مهم دی. په پښتو کې دا تحریک د نولسمې صدۍ دپه نویمه لسیزه کې پیل شوی وو خو هغه وخت دې تحریک ته دومره ډاډ ترلاسه نه شو. اوس دوه درې میاشتې وړاندې د تحریک بیا راوچت شو چې ډېر پکې د نوي کهول لیکوالان دي."
د سوات لیکوال او شاعر عطاالله جان وايي چې د نثري نظم لومړنۍ تجربه په نولسمه پیړۍ کې په فرانسه کې لیکوالانو کړې وه چې بیا وروسته په امریکا کې هم لیکل کېده.
نوموړي وايي، دا تجربه د اردو له لارې پښتو ته راغلې ده خو لوستونکو او د ادب مینه والو پوره قبوله کړې نه ده. د عطاء الله جان په وینا په پښتو کې محمود ایاز، ربنواز مایل او فضل محمود روښان د نثري نظمونو تجربې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د وخت تیریدو سره پښتو ادب د نورو ژبو نه اصناف اخېستی او بیا يې خپل کړي دي.
په دې کې معرا نظم، ازاد نظم، ماهیی او هایکوګانې شاملې دي. نثري نظم یا نثرم په دغه لاره کې یوه نوې تجربه ده چې یو نوي ادبې او علمي بحث ته يي لاره هواره کړې ده.