د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا او طالب استازو تر منځ خبرې دوام لري


د قطر په مرکز دوحه کې د افغان طالبانو استازي (ارشيف)
د قطر په مرکز دوحه کې د افغان طالبانو استازي (ارشيف)

پراګ - د قطر په پلازمېنه دوحه کې د زلمي خليلزاد په مشرۍ د امريکايي استازو او طالبانو تر منځ د افغان سولې په اړه خبرې نن (د اګست پر ۲۹مه) هم دوام لري.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د امریکا له مذاکراتي ډلې سره يي د شپې تر دوه نیمو بجو خبرې وشوې چې ملا عبدالغني برادر او زلمی خلیلزاد هم پکې موجود ول. نوموړي لیکلي چې پر مهمو ټکیو پرمختګ شوی دی.

بلخوا فرانس پرېس خبري اژانس ليکلي په داسې حال کې چې ښکاري امریکا او طالبان د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړی پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته رسېدلي، د طالبانو مشران په دغه اړه د مجوزه لوظنامې ته بیا کتنه کوي.

د طالبانو یو مهم کومندان د اګست پر ۲۸مه اژانس ته ويلي چې د شورا غړیو د لوظنامې مسوده ترلاسه کړې او دوی يې ډېر په غور سره لولي. کومندان زیاته کړې چې په قطر کې د طالبانو مذاکراتي ډلې ته لا په دې اړه د وړاندې تګ نه دې ویل شوي.

په قطر کې له مذاکراتو خبر چارواکیو ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په دوه درې ورځو کې کابل ته ځي او له ولسمشر اشرف غني سره به د لوظنامې جزیات شریکوي.

بلخوا په کابل کې یو لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې طالبان او امریکايي چارواکي په دې رضا شوي چې له ۱۴ تر ۲۴ میاشتو په موده کې له افغانستانه امریکايي ځواکونه وځي.

XS
SM
MD
LG