د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
دا اوونۍ مو د ملاکنډ سخاکوټ له يوه سندرغاړي اظهر خان سره خبرې کړې دي.
دی د پېښور پوهنتون زده کوونکی هم دی او وايي چې لومړۍ سندره يې په ۲۰۱۶ز کال کې ويلې وه.
نوموړي په وروستيو کې د نويو ټپو يوه ويډيو پر ټولنيزه ميډيا خپره کړې چې په خبره يې، خلکو خوښه کړې ده.
د اظهر خان دا خبرې او څو سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.