د یوې باخبره ډیپلوماتیکې سرچینې له لوري ازادي راډیو ته رسېدلي معلومات او لېستونه ښيي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر زلمي خلیلزاد ته د پنځو زرو طالب بندیانو نوملړ سپارلی دی.
خو د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي مشر او پخوانی طالب چارواکی مولوي قلمالدین بیا دا مني او وایي، په ټوله کې د ۱۰۵۰۰طالب بندیانو نوملړ ښاغلي خلیلزاد ته سپارل شوی چې پنځه زره به یې په لومړۍ کټګورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته خوشې شي.
ښاغلي قلمالدین د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاتوي، دغه لېستونه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په متن کې شامل دي.
دی وايي: "پر دې بحث شوی، لېستونه لومړی قطر او بیا زلمي خلیلزاد ته سپارل شوي، خو د حسن نظر او د سولې د تحقق لپاره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته له طالبانو سره هم چې کوم بندیان دي، هغه به هم خلاصېږي او د افغان دولت له لوري به هم په لومړي پړاو کې پنځه زره کسان خوشې کېږي."
ازادي راډيو ته د یوې امنیتي سرچینې لهخوا داسې غږیز پیغامونه هم رسېدلي چې د طالبانو د زندانیانو د کمېسیون مشر او پخواني طالب چارواکي مولوي ترابي ته منسوب دي او ښاغلی قلمالدین هم تأییدوي چې دا د مولوي ترابي غږ دی.
نوموړی په خپلو دغو پیغامونو کې طالب زندانیانو او د طالبانو ولایتي مسؤلینو ته لارښوونه کوي او وایي چې د افغان حکومت له دخالت پرته به دوی ژر تر ژره په څلورو کټګوریو کې خوشې شي.
ترابي زیاتوي: "دوه خبرې په نظر کې ونیسئ، هېڅچا ته د ځان د خوشې کولو په مقابل کې پيسې مهورکوئ، ځکه هېڅ ګټه درته نهکوي، بندیان که خوشې کېږي هغه یوازې د بندیانو د کمېسیون له لارې خلاصېږي، په دې کې د حکومت هېڅ ډول دخل نهشته، موږ خپله یو ځانګړی معیار لرو."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم شااوخوا ۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړای شول.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د هوکړې د متن له نهایي کېدو او له طالبانو سره د نهم پړاو تر مذاکراتو وروسته تېره یکشنبه له قطر څخه کابل ته راغلی.
موږ په دې اړه د ښاغلي خلیلزاد له دفتر سره اړیکه وکړه، خو دوی له خبرو کولو ډډه وکړه.
د امریکا سفارت هم د ازادي راډیو د اېمېل په ځواب کې ویلي چې نهشي کولای د امریکايي او افغان چارواکو ترمنځ د روانو خصوصي خبرو په اړه نظر ورکړي.
له دې سره د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي وايي چې له امریکا سره د طالبانو له لوري د بندیانو خوشې کېدل غیر منطقي دی، ځکه دا صلاحیت یوازې د افغانستان دولت لري.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "د طالب بندیانو خوشې کېدل د افغان حکومت او عدلي او قضایي بنسټونو صلاحیت دی، دا چې طالب مشرانو له ښاغلي خلیلزاد غوښتنې کړې، زه فکر کوم چې غیر منطقي دی، ځکه په دې اړه یوازې عدلي او قضایي ارګانونه پرېکړه کوي."
ښاغلی صدیقي وایي، د زلمي خلیلزاد له لوري دغه لېستونه له ولسمشرۍ ماڼۍ سره نهدي شریک شوي.
همدارانګه ولسمشر غني هم له یوې عربي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې هېڅ بندي به د ده له لاسلیک پرته خوشې نهشي.
د یادونې ده چې د خوشې شویو طالب بندیانو په اړه یو شمېر خلکو غبرګونونه هم ښودلي او ځينو رسنیو راپورونه ورکړي چې د کابل پر ګرین ولېج کمپ د برید کوونکو له ډلې یو یې تازه خوشې شوی بندي طالب و.
تمه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیکېدو وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بینالافغاني خبرې پیلېږي.