د امريکا ولسمشر ويلي د پاکستان او هند تر منځ ترينګلتيا کمه شوې ده. ډونلډ ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د کشمير پر سر د پاکستان او هند تر منځ ترينګلتيا موجود ده خو د نوموړي په خبره د تيرو دوو اوونيو په پرتله په دې لږ کموالی راغلی دی.
ټرمپ پر دې مهال وويل چې که هند او پاکستان وغواړي نو دی ورسره مرستې کولو ته چمتو دی. نوموړي زياته کړه چې دی له دواړو هېوادونو سره ښې اړيکې لري او داوړه هېوادونه د ده په وړانديز خبر دي.
ټرمپ پر دې مهال د ((مداخلت يا منځګړيتوب)) ټکی ونه کاراوه او يوازې يې د ((مرستې)) وړانديز وکړ خو نوموړي تر دې وړاندې د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ کمولو لپاره د منځګړتوب وړانديز کړی و. هند دا وړانديز مخکې رد کړی و او ويلي يې وه چې دا د هند او پاکستان تر منځ دوه اړخيزه موضوع ده.
هند د اګست پر پنځمه د جمو او کشمیر ځانګړی اییني حيثیت ختم کړ. پاکستان وايي هندوستان په داسې کولو د نړیوال قانون سرغړونه کړې خو هند دا خبره ردوي او وايي چې دا يې کورنۍ معامله ده.