د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتيريش: نړۍ د ترهګرۍ بېساري ګواښ سره مخ ده


د ملګرو ملتونو مشر، انتونيو ګوتيريش
د ملګرو ملتونو مشر، انتونيو ګوتيريش

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتيريش ويلي چې نړۍ په بېسارې ډول د ترهګرۍ د ګواښ سره مخ ده. هغه د سپتمبر په پنځه ويشتمه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې وويل چې اوسمهال سختدريځي، نه زغم او ترهګري د نړۍ پر هر هېواد اغېز کړی او بې ثباتي يې جوړه کړې ده.

هغه زياته کړه چې پر انټرنيټ ترهګري يا سایبر ټيروريزم، د ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا له لارې د بريدونو هم اهنګ کول او د نوو سختدريځو کسانو ملګري کول يو نوی خطر دی. انتونيو ګوتيريش ويلي چې د دې مسلې رېښې بايد معلومې او د بشري حقونو په پام کې ساتلو سره غبرګون وښودل شي.

امريکې او غربي اتحاديانو هم د ګوتيريش د خبرو په تاييد ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد د کار په وخت بايد بشري حقونو ته احترام وساتل شي. په ملګرو ملتونو کې د امريکې مرستيال سفير جنتن کوهن ويلي د ترهګرۍ پر ضد هغه کار چې د بشري حقونو خيال پکې نه ساتل کېږي، غبرګونه او له تشدده ډکه سختدريځي زيږوي. د نوموړي په وېنا چې کله ملکونه بې تشدده سياسي اختلاف ته د ترهګرۍ په سترګه وګوري نو د بشري حقونو او د انسان بنيادي خپلواکۍ ته بې احترامي کوي او په دې توګه نړيوالې ترهګرۍ ته ماتې ورکولو کې پاتې راځي.

ایسوسيټيد پريس خبري اژانس د کوهن له خولې ويلي چې په شام کې دغسې يو خطرناک حالت روان دی. د هغه په وېنا هلته حکومت او روسي اتحاديان يې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې پر ولسي وګړو، ښوونځيوو او روغتونونه له دې امله بريدونه کوي چې يو پر ځای هدف یې بولي. نوموړي زياته کړي چې له دې وجې د اپرېل له مياشتې راهيسې نيزدي زر ولسي وګړي وژل شوي او دوه زره زخميان شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکې مرستيال سفير جنتن کوهن پر چين هم نيوکې وکړي. هغه وويل چې چين ترهګرۍ ته د ځواب ويلو حق لري خو دا بايد په سوله کې د خپلو مذهبي چارو ترسره کوونکو، يوغور مسلمانانو ځپلو لپاره ونه کاروي.

روس دا مهال په دوره يي ډول د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وزیرانو د غونډې مشري کوي. د بهرنيوو چارو وزير یې سرګي لاوروف وويل چې په شام کې روانه ترهګري افريقايي هېوادونو ته مخ پر خورېدوه ده. هغه د غربي هېوادونو نيوکو ته ځواب ونه وايه خو زياته یې کړه چې د ځينو ملکو دوه مخيزه پاليسي د ترهګرۍ په شمول د نور مسايلو حل پېداکول ستونزمنوي. هغه همداراز ويلي چې ترهګرې ډلې بايد دسياسي اهدافو لپاره ونه کارول شي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کا راهيسې روانې جګړه کې په زرګونو خلکو وژل شوي، په لکونو معذوره شوي او په ميليونونو ډالرو اقتصادي نقصان شوی دی. افغان حکومت کوښښ کوي چې د طالبانو سره د خبرو له لارې يوې روغې جوړې ته ورسېږي خو هغوی ورسره له خبرو انکار کوي. طالبانو سره د امريکايي استازو خبرې هم تر هغې وروسته ودرېدلې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل طالبانو د خبرو پر مهال پر امريکايي ځواکونو بريدونو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG