د ((هارن باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو د کاناډا له وېکټوريا ښاره ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی.
دی د خيبرپښتونخوا د مانسهرې ضلعې د اوګۍ کلي دی، خو له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهيسې په کاناډا کې اوسي.
ترک وايي، پښتو ولسي سندرې يې زياتې خوښېږي او ځکه په خپله موسيقۍ کې ولسي اهنګونه او روايتي سازونه کاروي.
د نوموړي دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.