د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپينه ماڼۍ بايد خپله خبري شبکه پيل کړي: ټرمپ


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

پراګ - د امريکا ولسمشر وړانديز کړی چې سپينه ماڼۍ بايد خپله خبري شبکه پيل کړي چې د ده په خبره د امريکا ضد مرکزي رسنيو د کرکې مخه ونيسي.

ډونلډ ټرمپ د اکتوبر پر دريمه په فلوريډا ايالت کې د وينا پرمهال وويل چې سي اېن اېن ټېليويژني شبکه د هېواد لپاره ((لانجمن څيز)) دی او بايد موږ خپله خبري شبکه پيل کړو او ((حقيقي خبرونه)) خپاره کړو.

نوموړي زياته کړه، "موږ دې ته ګورو او بايد په دې اړه څه وکړو. بايد په حقيقي معنو کې اهل کسان وګمارل شي چې حقيقي غږ خلکو ته ورسوي، جعلي نه."

ټرمپ د سي اېن اېن او د نيويارک ټايمز په څېر پر نورو مهمو رسنيو باندې په داسې حال کې سختې نيوکې کړي چې د کانګرېس یوشمېر غړو د ټرمپ د ځېنو فعالیتونو په اړه څېړنې پيل کړي او هڅه کوي چې د هغه استیضاح ته مقدمه جوړه کړي. کانګرېس دا پلټنې تر هغه وروسته کوي چې يوه پټ شکايت کوونکي ويلي و چې ډونلد ټرمپ د روان کال (۲۰۱۹م) د جولای پر ۲۵مه د اوکراین له ولسمشر ولوديمير زيلينسکي سره د ټليفوني خبرو پر مهال پر هغه فشار راوړی و چې د امريکا د پخواني مرستيال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی هنټر په اړه تحقیق وکړي. جوبایډن د امريکا د راتلونکې کال د ولسمشرېزو انتخاباتو لپاره د ډیموکرات ګوند لخوا له عمده نوماندانو څخه دی.

دا لا څرګنده نه ده چې ټرمپ د نوي خبرې شبکې په پيلولو کې څومره جدي دی خو نوموړي د امريکايي حکومت په مرسته چلېدونکو دوو خبري شبکو د ازادي اروپا راډيو او امريکا غږ حواله هم ورکړه. نوموړي وويل چې دوی د ازادي اروپا راډيو او امريکا غږ د خپل هېواد د جوړښت لپاره جوړې کړې خو د هغه په وينا دا دواړې هم ډېر ښه کار نه کوي.

جېمي فلای
جېمي فلای


بلخوا د ازادي اروپا راډيو مشر جېمي فلای د ټرمپ د ارزيابۍ په غبرګون کې ويلي چې دا راډيو په ۱۹۵۰م کال کې له خپل تاسيس راهيسې هره ورځ د هغو خلکو لپاره ((کره خبريالي)) کوي چې د خبرونو او معلوماتو باوري سرچينې نه لري.

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه وويل، "موږ باور لرو چې د راډيو، ټېليويژن او ټولنيزو رسنيو له لارې د ناسمو معلوماتو د مخنيوي او د باخبره ولس د ودې لپاره زموږ هڅې په داسې وخت کې ډېر زيات ارزښت لري چې حقيقت تر بريد لاندې دی."

اخوا بيا په سپينه ماڼې کې د امريکا غږ مدير سټيو هرمن د ټرمپ له بيان وروسته ټويټ وکړ چې د ده کاري فعاليت روان دی. نوموړي زياته کړه چې ټرمپ بايد په دې حقيقت خبر وي چې د ۲۰۱۷م کال په جنوري کې تر ولسمشر جوړېدو وروسته امريکا غږ له نوموړي سره دوه ځله ټېليوژنې مرکې کړې دي.

امريکا غږ د امريکا تر ټولو لويه نړيواله خبري شبکه ده چې تر ۴۰ زياتو ژبو کې خبرونه او معلومات خپروي او د اوونۍ پر سر يې د اورېدونکو شمېر تر ۲۷۵ مليونه زيات دی.

د ازادي اروپا راډيو خبريالان بيا ۲۲ هغو هېوادونو ته په ۲۶ ژبو کې خپرونې لري چې يا خو د حکومت لخوا ازاد مطبوعات پکې تر بنديز لاندې دي يا په بشپړه توګه فعاله شوي نه دي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG