سباوون
په سباوون خپرونه کې دا اوونۍ د جینکو د وړوکوالې عمر ودونو په اړه خبرې شوي دي. په پاکستان کې د کم عمری ودونو خلاف په قانون کې ویل شوې چې د واده پر وخت باید د هلک عمر کم نه کم ۱۸ او د جینۍ هغه ۱۶ وي خو د بشري حقونو مبارزان وايي، باید د هلکانو په څیر د جینکو عمر هم د واده لپاره ۱۸ کاله لازمي کړل شي. په خپرونه کې د دې ترڅنګ د سوات یوې ماشومې سمعیه وهاب سره مرکه هم لرو. خپرونه انیسه اجمل کړې ده.