د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني وايي، له شینوارو د داعش ټغر ټولوي


ولسمشر غني وايي شینواري به یواځې نه پرېږدي
ولسمشر غني وايي شینواري به یواځې نه پرېږدي

جلال اباد ـ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اکتوبر د ۲۰مې نېټې پر سهار د یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته لاړ.

ولسمشر غني د قربانیانو وارثینو ته تسلیت وړاندې کړ او ژمنه يې وکړه چې د هسکې مېنې ولسوالۍ له حدودو به د داعش ټغر ټولوي او انکشافي پروژې به پيلوي.

ولسمشر هلته خلکو ته وویل چې د شینوارو ټولو ولسوالیو تل د داعش پر ضد له حکومت سره مرسته کړې او حکومت به یې هیڅ کله یواځې پرېنږدي.

محمد اشرف غني وویل:

"دا په ملي او بین المللي سویه یوه فاجعه وه. دا وړه خبره نه وه. دا د بشریت په مقابل کې، د انسانیت په مقابل کې، د اسلاميت په مقابل کې، د افغانیت په مقابل کې او د پښتونولۍ پر ضد یو عمل وو، موږ ټول يې غندو."

په غونډه کې يو تن قومي مشر له ولسمشره وغوښتل چې د شینوارو د نورو ولسواليو په څېر په هسکه مینه کې هم امنیت تامین او بنیادونه سهولتونه ورته برابر کړي.

"شینواري شپږ ولسوالۍ دي، په پنيځو کې امنیت تامین شوی، ولسمشره! موږ ته په هسکه مېنه کې امنیت راوله، موږ امنیت غواړو. دا خوارج دي، مرګ يې روا دی ويې ولئ، شپږ میاشتې کېږي، چې په موږ يې اوبه بندې کړي، ولسمشره! موږ ته په هسکه مېنه کې کوهیان ووهه."

د دوی د غوښتنو پر وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په ولایتي چارواکو غږ وکړ چې د هسکې مينې ولسوالۍ څخه د داعش او نورو وسله والو مخالفینو ټغر دې ټول کړي.

"د شینوارو ولسونو نه د زړه له کومې مننه کوم چې داعش ته يې ماته ورکړه. د ملي امنیت رييس او والي صاحب ته خاص هدایت دی چې زر تر زره له ولسونو سره کار وکړئ، چې د داعش، طالب او نورو تروریستانو ډلې د شینوارو له منطقې نه ورکې کړي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په اړوندو چارواکو غږ وکړ چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جوماتونو او ښوونځيو د جوړېدو تر څنګ د څښاک د پاکو اوبو کوهیان هم وباسي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې د قربانیانو د کورنیو غړو ته د کورونو لپاره يوه يوه نمره ځمکه ورکوي او بیت الله شریف ته به يې د حج د ادا کولو لپاره هم لېږي.

ځايي خلکو ولسمشر ته وویل چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پرې داعش د څښلو او کرنې اوبه بندې کړي چې لوجې یې دوی د ډېرو مشکلاتو سره مخ دي.

له افغان ولسمشر سره په دې سفر کې فضل هادي مسلمیار او نور لوړ پوړي چارواکي هم ملګري دي
له افغان ولسمشر سره په دې سفر کې فضل هادي مسلمیار او نور لوړ پوړي چارواکي هم ملګري دي

په دغه موقع ولسمشر غني اړونده چارواکو ته امر وکړ چې د سیمې خلکو ته دې زر تر زره ټیوب ویلونه ووهي. نوموړي هم دا راز وویل چې په هغه سیمه کې ړنګ شوي ښوونځي به هم رغول کېږي.

ولسمشر غني دا سفر په داسې حال کې وکړ چې د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې سیمې په یو جومات کې چاودنې له ۶۶ زیات کسان وژلي او لږ تر لږه ۳۶ نور یې ژوبل کړي دي.

د هسکې مېنې ولسوالي
د هسکې مېنې ولسوالي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) هم د اکتوبر پر ۲۰مه، په یوه خبر پاڼه کې د دې پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي چې په ولسي وګړو دا ډول بریدونه هیڅ دلیل نشي لرلی.

تر اوسه د دې ذمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

پخواني معلومات

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي، له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، او ترڅنګ یې د ولسي جرګې او د کابينې غړي هم ملګري وو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، تر اوسه د چاودنې نوعیت معلوم نه دی، خو دوی دا له امکانه لرې بولي چې ګوندې پر جومات به توغندی لګېدلی وي. هغه وايي، دا چې د جومات چت لوېدلی نو له دې معلومېږي چې د چاودنې په نتیجه کې موجونه پیدا شوي او جومات نسکور شوی دی. نوموړي دا څرګندونې ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

ولسمشر غني د جودرې خلکو سره غمرازي وکړه.
ولسمشر غني د جودرې خلکو سره غمرازي وکړه.


د جودرې سیمې خلک د تېرې جمعې ورځې چاودنې ډېر زیات غمجن کړي ځکه چې نږدې د هرې کورنۍ غړي یې په ترڅ کې وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي.

د سیمې یو مشر ملک ستار د اکتوبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې لسګونه تنکي ځوانان هم وژل شوي دي. نوموړي هغه مهال ویلي وو، کوم حکومتي چارواکي یې پوښتنه نه ده کړې.

د ملک ستار په وینا له تېرو څلورو میاشتو راهېسې پرې داعش ډلې اوبه بندې کړې وې ځکه چې دوی ورته اکمالات نه رسول. د نوموړي په وینا دا چې داعش پرې اوبه بندې کړې وې نو د دوی د جوارو فصل هم و نه شو.

XS
SM
MD
LG