د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حکومت د بلوچستان پوهنتون د پټو کېمرو رسوايي پټول غواړي'


بلوچستان پوهنتون
بلوچستان پوهنتون

په بلوچستان پوهنتون کې د بېلا بېلو سیاسي تنظیمونو پر استازیو جوړه جرګه وايي، حکومت هڅه کوي چې په یاد پوهنتون کې د پټو کېمرو په وسیله د جوړو شوو ویډیوګانو رامنځته شوې رسوايي پټه او هېره کړل شي.

دوي وايي، پر دې مسله یې له لومړۍ ورځې احتجاج کړی او تر هغه وخته به یې جاري ساتي چې د دې ویډیوګانو په جوړولو کې ککړو ټولو کسانو ته سزا نه وي ورکړل شوې.

د زده کوونکو سازمانونو پر استازیو د مشتمل – طلبا ایجوکېشن الاینس – یو مخکښ کبیر افغان د خپلو غوښتنو په اړه مشال راډیو ته وویل:

(زموږ تر ټولو لویه مطالبه دا ده چې د پوهنتون معطله کړل شوی وایس چانسلر او د هغه ټول ملګري دې ونیول شي او پر هغوی دې مقدمې درج کړل شي. په دې مسله کې د پوهنتون خلک په څرګنده توګه ښکېل ول، د دې خبرې د پوهنتون زده کوونکي، استادان او کارکوونکي ټول ګواه دي.)

کبیر افغان وویل چې پر دې غوښتنو د صوبې ټول سیاسي تنظیمونه په یوه خوله دي.

(په دې کې پښتونخوا سټوډنس ارګنایزېشن، بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن پجار، بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن، پښتون سټوډنټس فیډرېشن ازاد، جمعیت طلبا اسلام، پپلز سټوډنټس فیډرېشن، هزاره سټو‌ډنټس فیډرېشن او انصاف سټوډنټس فیډرېشن دی.)

ده وویل که غوښتنې یې و نه منل شوې نو هر سازمان به پر خپل سیاسي ګوند غږ کوي او د احتجاج لړۍ به د صوبې ټولو ضلعو ته غځوي.

خو د بلوچستان حکومت وايي چې دا مسله یې جدي اخیستې ده او په دې اړه یې پلټنې روانې دي او چې هر څوک پکې په ګوته شو نو سزا به ورکوي.

د وزیراعلی ویاند لیاقت شاهواني مشال راډیو ته وویل چې د داسې پېښو مخنیوی د دوی د حکومت لومړیتوب دی.

''د تحقیقاتو فیډرالي اداره – ایف ای اې – د دې مسلې پلټنې کوي ، هغوي یو رپورټ عدالت ته وړاندې کړی دی او عدالت یې ګوري ، په دې اړه نور تحقیقات هم روان دي او چې تفصیل یې راشي نو به عدالت ښکېلو کسانو ته سزا اوروي او ټولو ته به سزا ورکول کېږي.''

دا تر هغه وروسته ده چې په اکتوبر میاشت کې په بلوچستان پوهنتون کې داسې ویډیوګانې مخې ته راغلې چې د احتجاج کوونکو په وینا په پټو لګول شوو کېمرو اخیستل شوې وې.

د بلوچستان ګورنر امان الله یاسینزي د پوهنتون وایس چانسلر جاوید اقبال له دندې لرې کړی دی او د دې رسوايي د پلټنو اعلان یې کړی وو.

جاوید اقبال او د پوهنتون انتظامیې نه یوازې په داسې څه کې لاس درلودل رد کړي وو بلکې دا رسوايي یې تش د پوهنتون د بدنامولو هڅه بللې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG