د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پروېز مشرف خلاف د سنګینې غدارۍ فیصلې درولو خواست منظور


اسلام اباد های کورټ د پاکستان وفاقي حکومت په درخواست د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف خلاف د سنګينې غدارۍ کیس باندې خپله محفوظه کړې فیصله له اعلانولو ودروله.

د عدالتي مهالوېش له مخې دا پرېکړه به د نومبر پر ۲۸مه نېته د اسلام اباد يوه ځانګړي عدالت اعلانوله. عدالت دغه پريکړه د وفاقي حکومت په درخواست کړې ده.

د کورنيو چاور وفاقي وزارت غوښتنه کړې وه چې د اسلام اباد ځانګړی عدالت دې د جنرال پروېز مشرف کېس فیصلې له اورولو ودروي. په درخواست کې دا هم ویل شوي چې د سنګينې غدارۍ په کيس کې له مشرف سره شريک ملزمان په مقدمه کې له سره نه دي شامل کړل شوي.

د مسلم ليګ (ن) پخواني حکومت په ۲۰۱۳ ز کال کې د پروېز مشرف خلاف د سنګينې غدارۍ مقدمه شورو کړې وه. په مقدمه کې دريځ خپل کړل شوی وو چې پخواني پوځي واکمن د ۲۰۰۷ ز کال په نومبر مياشت کې د ملک ايين معطله کړی او اېمرجنسي يې ولګوله.

د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت ولې د فیصلې اورولو مخه نیسي؟

په لاهور کې د سياسي چارو څارونکی امتياز عالم وايي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف پرضد د سنګينې غدارۍ د کيس پرېکړه ځکه درول غواړي چې په موجوده حکومتي کابينه کې اکثره غړي د مشرف د هغه وخت د کابينې غړي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې امتياز عالم دا هم وويل چې په پاکستان کې پوځ ډېر پياوړی دی نو ځکه يې هېڅوک نشي چېلنجولی:

(زموږ د هېواد په رياستي نظام کې د پوځ اهميت ډېر زيات دی او اکثره وخت يې په حکمرانۍ کې تېر کړی نو هغو ته په خپلو ناسمه کړو سزا ورکول د ولسي حکومت د وس کار نه دی او چې کومو وزير اعظمانو د سزا ورکولو کوشش کړی نو له ناوړه نتيجو سره مخامخ شوي دي. د مثال په توګه ذوالفقار علي بوټو، يوسف رضا ګېلانی او نواز شريف.)

همداراز څرګندونې په اسلام اباد کې د قانوني چارو پوه نور عالم خان هم کوي. نوموړي پرون مشال رېډيو ته وويل چې د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف پر ضد د سنګينې غدارۍ کيس فصلې مخه نيول به له ايين او جمهوري اقدارو سره په ټکر کې وي.

نور عالم خان وايي پرويز مشرف په ۲۰۰۷ م کال کې د ملک ايين معطل کړ او بېړنی حالت يې نافذ کړ چې يو غېر ایيني او غير جمهوري ګام وو. نوموړی وايي د مشرف خلاف کيس يوه پخواني وفاقي حکومت جوړ کړی وو نو که اوس موجوده وفاقي حکومت وغواړي، ختمولی يې شي.

موږ هڅه وکړه چې د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف سره هم خبرې وکړو خو بريالي نشو البته د سېنټ د قانون او انصاف کمېټې غړی او په وفاقي حکومت کې د تحريک انصاف د اتحادي ګوند متحده قامي مومنټ پاکستان سېنټر محمد علي خان سېف ورته تورونه رد کړل او زياته يې کړه چې لا هم د پاکستان عدالتونو پرويز مشرف مجرم نه دی ګرځولی. بېریسټر سېف له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل که حکومت ته په دې فیصله کې څه قانوني نیمګړتياوې ښکاري نو دا يې اييني حق دی چې په دې مقدمه کې فريق جوړ شي يا د مقدمې فیصله وځنډوي.

په اسلام اباد هايي کورټ کې د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف خلاف د سنګينې غدارۍ د کيس پريکړې درولو لپاره د وفاقي حکومت لخوا په جمع کړل شوي درخواست کې دا هم وېل شوي چې د سنګينې غدارۍ په کيس کې د مشرف سره شريک ملزمان په مقدمه کې له سره نه دي شامل کړل شوي. بلخوا له ملکه بهر ناست پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف هم د اسلام اباد ځانګړی عدالت د ياد کيس پريکړې له اورولو د منې کولو لپاره په لاهور هايي کورټ کې درخواست جمع کړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG